ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په کندهارکې فابریکې ولې وتړل شوې

د کندهار د صنعتکارا نو د ٢٠٠ فابریکو د تړل کیدو شکایتونه د لاریون په ترڅ کې وشول، په دی اړه د ځانگړې مرکې جزییات.  اجراییه ریس د کندهار له صنعتکارانو سره په ناسته کې د بریښنا شرکت ته امر کړې چې ددغه ولایت  صنعتې پارک ته ژرترژره لازمي مرستې ورسوي ددې ترڅنگ د اوبو او انرژۍ وزارت ته  خاص هدایتونه شوې څو د کندهار د لس میگاواټه سولر یا لمریزی بریښنا پروژه د ١٣٦٩ کال تر پایه بشپړه کړي. موږ  په کندهار کې  د تجارانو د مدیره هیت د غړۍ فضل الحق مشکانې او د کندهار د تجارانو د بورډ د غړي حاجي رحم الدین اغا سره د لاریون د پیل او نتیجي په باره کی خبرې وکړې چې جزئیات دلته اوریداې شئ.  

21.02.2017 امریکا غږ

افغانستان کې خلک په څو ژبو خبرې کوي؟

په افغانستان کې دوه څلویښت ژبې دي. پښتواو دري رسمي ژبې دي او پاتې نورې یې دریمې ژبې گڼل کیږي.

21.02.2017 امریکا غږ

پاکستان پوځ ته په افغانستان کې د عملیاتو واک ورکړی – چارواکی

د پاکستان د خزانې وزیر د سنا مجلس ته ویلي چې د شواهدو او ثبوتونو د ترلاسه کولو وروسته پوځ ته د ترهگرو پر ضد د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو اختیار ورکړل شوی دی.

21.02.2017 امریکا غږ

اداري فساد د سخت دریځو د غښتلتیا لامل کیږي

د شفافیت نړیوال سازمان وایي د سخت دریځۍ د زیاتیدلو اصلي ریښه اداري فساد دی.

21.02.2017 امریکا غږ

پاکستان له بلوچستان نه پنځه سوه افغان کډوالې کورنۍ په زور کندهار ته شړلي.

پاکستاني مقاماتو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

21.02.2017 امریکا غږ

د ټرمپ د ملي امنیت نوي مشاور هم افغانستان کې کار کړی

د امریکا نوي ولسمشر دونالډ ټرمپ هربرټ ریمونډ مک مسټرد د ملي امنیت د شورا نوی مشاور وټاکه.

21.02.2017 امریکا غږ

علي اوف خپله میرمن د جمهوري ریاست لومړی مرستیاله وټاکله

د آزربایجان جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ خپله میرمن د لومړۍ مرستیاله په توگه وټاکله چې د هیواد دوهم ځواکمن مقام دی.

21.02.2017 امریکا غږ

زمبابوې افغانستان ته په درېیمې لوبې کې ماتې ورکړه

زمبابوې له افغانستان سره درېیمه لوبه وګټله.

21.02.2017 امریکا غږ

افغان امنیتي ځواکونو کابل کې د جنرال دوستم کور محاصره کړی

افغان امنیتي ځواکونو د کابل په شیرپور سیمه کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدال‌رشید دوستم کور له تیرې شپې راهیسې محاصره کړی دی.

21.02.2017 امریکا غږ

افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق لومړنۍ چارې پیل شوې

په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژې د عملي کولو په موخه نن د دغې پروژې د ډیزاین تړون د ولسمشر غني په حضور کې د افغان ګاز د تصدۍ او د (ILF) نړیوال انجینیري شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

21.02.2017 امریکا غږ

سروی: د تصمیم نیولو په بهیر کې د افغان میرمنو ونډه زیاته شوې

په افغانستان کې تصمیم نیولو په بهیر کې د افغان ښځو د ونډې په هکله یوه تازه سروې ښيی، چې په منځنۍ کچه ۱۰.۷ سلنه ښځې په دغه هیواد کې د تصمیم نیولو په بهیر کې برخه لري.

21.02.2017 امریکا غږ

د ټرمپ نیوکو د ځینو امریکايي مطبوعاتو اندېښنې پارولي دي

دموکرات استازی اډم شیف وايي یوازې یو دیکتاتور دا خبره کولی شي، کله چې و غواړي پر ټولورسنیو او معلوماتو باندی کنترول پیدا کړي.

20.02.2017 امریکا غږ

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ناڅاپه مړ شو

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین نن دوشنبه په نیویارک کې ناڅاپه مړ شو. د روسیې رسنیو په نیویارک کې د هغه هیواد د استازي مړینه تائید کړې ده. ویتالي چورکین ٦۴ کلن و او د سه شنبې په ورځ ٦٥ کلن کیده. هغه د ٢٠٠٦ کال راهیسي په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر و. د ویتالي چورکین د مړینې د خبر له خپریدو وروسته په ملگرو ملتونو کې د هغه همکارانو او ملګرو د هغه په ناڅاپي مړینه حیران او خپگان یې څرگند کړی دی. د بریتانیا سفیر ماتیو ریکرافت په پخل ټویټر کې لیکلي دي " کله چې مې د ملگري او همکار ویتالي چورکین د مړینې خبر واورید، حال مې خراب شو". په ملگرو ملتونو کې د سویډن استازي ولووف سکوگ هم په ورته توگه خپگان ښودلی او لیکلي یې دي "د خپل گران همکار ویتالي چورکین د مړینې د خبر په اوریدو هک پک شوم." د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې رئیس پتر توماس په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دی ددې خبر په اوریدو "سخت متاثر شوی". د هغه په وینا "روسیې او ملگرو ملتونو یو رښتنیی زوی او نړیوال زیرک شخصیت له لاسه ورکړ." ویتالي چورکین د ١٩٥٢ کال د فبرورۍ په ٢١ په ماسکو کې زیږیدلی و. کله چې ځوان و، لږ تر لږه په دریو فلمونو کې یې کار کړی و چې دوه یې د ولادیمیر لینن په هکله وو. وروسته بیا هغه د مسکو د نړیوالو اړیکو له دولتي انستیوت نه فارغ شو او بیا یې د پخواني شوروي اتحاد د دیپلوماسۍ له اکاډمۍ نه په تاریخ کې پروفیسوري واخیسته. هغه په ١٩٧۴ کې د د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دیپلومات په توگه دنده پیل کړې وه. تراوسه د هغه د مرګ علت لا معلوم نه دی.

20.02.2017 امریکا غږ

ایران د ترکیې سفیر احضار کړ

ایران د ترکیې د جمهور رئیس او د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په تړاو په تهران کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ورغوښتی.

20.02.2017 امریکا غږ

یمن د پولیو ضد مباره پیل کړیده

په یمن کې به څه باندې پنځه میلونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالونه کم وي، د پولیود مرگانې ناروغې په مقابل کې واکسین شي.

20.02.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more