لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستان: امریکایي چارواکو د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت ونښود
پاکستان: امریکایي چارواکو د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت ونښود
پېښور کې چاودنه شوې او ځینې افغان ماشومان په کې ژوبل شوي
په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي چې د پېښور په ښار کې د سړک په غاړه د ریموټ کنټرول بمب د چاودنې له کبله ۷ تنه ژوبل شوي دي چې څلور یې ماشومان دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د قطر امیر د غزې د جګړې په اړه د نړیوالو 'بې غوري د شرم وړ' وبلله
د قطر امیر شیخ تمیم حمد ال ثاني نن سه شنبه ډسمبر پنځمه (لېندۍ۱۴) د خلیج همکارۍ په شورا کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه د نړیوالو بې غوري او د اقداماتو نه کول «شرموونکي» وبلل.
د افغانستان په اړه د طالبانو د مخالفینو غونډې – سپینې خبرې
د افغانستان په اړه د طالبانو د مخالفینو غونډه په ویانا کې پای ته ورسېده. ایا د طالبانو له ګډون پرته داسې غونډې د افغانستان کشاله هوارولی شي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
افغانستان کې د شیعه افغانانو د امنیت په اړه تازه اندېښنې - اشنا د سهشنبې خپرونه
په افغانستان کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو د امنیت په تړاو د ملګرو ملتونو اتازه اندېښنې، غزې کې د جګړې دوام، په خوست کې د هندوانو یوازنی استازی، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د انګلنډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د ضیاءالرحمن اکبر د هیټریک په مرسته د سه شنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۴) د انګلنډ له الف لوبډلې (انګلند لاینز) څخه درې ورځنۍ لوبه وګټله.
ویانا کې د طالبانو د مخالفو مشرانو غونډه د څه په اړه وه؟ - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د اتریش په پایتخت ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفو سیاسي مشرانو په غونډې او په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې کنفرانس په اړه له کارپوهانو سره بحث کیږي.
ملګري ملتونه: په غزه کې د خوندي سیمو جوړول نا ممکن دي
په داسې حال کې چې په غزې کې د اسرائیل بمبارۍ روانې دي، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په غزې کې د ولسي خلکو لپاره د خوندي سیمو (زونونو) جوړول ناممکن دي.
اندونیزیا کې له غره د اور غورځېدو له کبله د مړو شمېر ۲۲ ته رسیدلی
په اندونیزیا کې د ژغورنې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۴) وویل چې په دغه هېواد کې له غره څخه د اورغوځېدنې له کبله د نهو نورو مړو د موندل کیدو سره، د قربانیانو شمېر ۲۲ ته رسیدلی دی.
هند کې د طوفان له کبله لږترلږه اته کسان مړه شوي
د هند په جنوب ختیځ کې د یو شدید طوفان په وجه د چنای ښار ځینې برخې اوبو لاندې کړي او په سیلابونو کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر د اروپايی ټولني غړو سره د افغانستان په وضعیت غږېدلی
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د دفتر مشر لیونارډ زولو ویلي چې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د اروپايي ټولنې د غړو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي دي.