ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نړۍ مشران: د دوو دولتونو جوړیدل د اسرائیل – فلسطین د شخړې حل یوازینی ځواب دی

د عربي دولتونو او اروپایي اتحادیې هیوادونو مشران چې د بارسیلونا په ښار کې راټول شوي و، پدې یې موافقه وکړله چې د اسرائیل – فلسطین د شخړې یوازینی ځواب د دوه بیلو دولتونو جوړیدل دي.

29.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

29.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل – حماس اوربند پنځمه ورځ ؛ ۱۲ نور یرغمل شوي کسان خوشې شول

د حماس ډلې چې د غزې تړانګه یې په کنټرول کې ده، سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) ۱۲ نور کسان چې د اکټوبر په ۷ مې یې یرغمل کړي و، خوشې کړل او ټاکل شوې چې اسرائیل به هم د دې کسانو په بدل کې نور فلسطیني بندیان آزاد کړي.

29.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.11.2023 امریکا غږ

هند کې ۱۷ ورځې په یو تونل کې بند پاتې لسګونه کارګر وژغورل شول

د هند په اتراکنډ ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لړم ۷)  وویل هغه ۴۱ تنه کارګران یې ژغورلي چې د تیرو ۱۷ ورځو راهیسې په یو نړېدلي تونل کې ایسار پاتې وو.

28.11.2023 امریکا غږ

تاجیکستان کې د افغانستان په اړه غونډه؛ هیلې او اندېښنې - سپینې خبرې

د افغانستان د اوسني ‌او اینده وضعیت په اړه د هرات امنیتي غونډه په تاجیکستان کې وشوه. د افغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان په اړه څه هیلې او اندېښنې لري؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.

28.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

28.11.2023 امریکا غږ

سپینې ماڼۍ د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غځېدو هرکلی کړی

سپینې ماڼۍ د حماس او اسرائیل ترمنځ د دوو ورځو لپاره د اوربند د غځېدو او په ترڅ کې د حماس له قید څخه د برمته شویو کسانو د ازادېدلو د اعلان هرکلی کړی دی.

28.11.2023 امریکا غږ

ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی - اشنا د سه‌شبنې خپرونه

ایران په افغانتسان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند غځېدلی، په پاکستان کې د سوداګرو شکایتونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.

28.11.2023 امریکا غږ

له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو تازه غوښتنې - اتصال

له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو حکومت تازه غوښتنې کړي. د اتصال په خپرونه کې دا موضوع او په تاجیکستان کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې پایلې څېړل شوي. په دې خپرونه کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو د دود په اړه هم بحث شوی دی.

28.11.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: د اسرائیل محدودیتونه غزې ته د مرستو رسولو مخه نیسي 

د اروپايي ټولنې کمېشنر یان لینرچیچ نن سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍاوومه) وویل چې په تیلو باندې د اسرائيل له لوري لګول شوي بندیزونه غزې ته د بشري‌ مرستو د رسېدو مخه نیسي.

28.11.2023 امریکا غږ

کابل کې میرمنې څومره د پولیو په اړه پوهېږي؟

د افغانستان د مرکز کابل په ګډون دهیواد په ټولو ولایتونو کی دپولیو  ویروس د مخنیوي لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او نور صحي سازمانونه عملا لاس پکار دي او هره ورځ ددی ویروس د زیانونو په هکله خلکو ته له بیلابیلو لارو پوهاوی ورکول کیږي. په پلازمینه کې دپوهاوي له زیاتیدو سره ګڼ شمیر میندو توجه دخپلو اولادونو روغتیا ته زیاته کړې ده، دوی وایي چې دپولیو په رابطه اوس په ډیر څه پوهې شوې او دناروغیو دمخنیوي لپاره خپل اولادونه د واکسین په ټولو دورو کی واکسین کوي.  ثریا چې دکابل ښار اوسیدونکې ده وویل چې ترپنځه کلنۍ کم د دوو اولادونو واکسینول ورته تر هرڅه مهم دي. هغې وویل: ”ماته دخپلو ټولو بچیانو صحت اولیت لري، مخکی وختونو کې به دومره زیات مونږ ته معلومات نه و چېماشومانو ته واکسین ورکول څه ګټه لري که نه، خو کله ناکله به مو ورکول اوکله به همداسی بی واکسینو پاتی کیدل، اوس د واکسین له ګټو خبریو او هیڅکله زه مې دا خپل دوه اولادونه چې عمر یې د واکسین دی داسې نه پرېږدم او هر ځل واکسین کوم.“ د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې حبیبې امریکا غږ ته وویل چې دپولیو په هکله یې له بېلابېلو لارو پوهاوی حاصل کړی او د ګوزڼ ویروس په زیانونو پوهیږي نو ځکه اوس خپل شاوخوا فامیلونو سره هم خپل معلومات شریکوي چې د واکسین تطبیق ته لازیات پام وشي. هغه وايي: ”ما به کله کله ځینو برنامو کې اشتراک هم درلود او زیات وخت له نورو لارو هم خپل معلومات راغونډوم چې دپولیو یا نورو ټولنیزو مسایلو په هکله، نو اوس زما ټول کوښښ دا وي چې زه نور فامیلونه وهڅوم چې د واکسین تطبیق ته په وخت اماده ګي ولري او اول خپل ځان بیا نور فامیلونه باید له فلج یا نورو ناروغیو نه وساتو.“ له بل لوري کابل کی صحی مسولین هم د میندو توجه د خپلو اولادونو د واکسین او حفظ الصحې په رابطه مهمه یادوی او زیاتوي چی له پولیو  څخه دماشومانو خوندي ساتلو کې دمیندو رول ډېر مهم دی. دکابل د صحت طفل په روغتون کی د ماشومانو دبرخې  متخصص داکټر عصمت الله حامد په دی هکله وویل: ”میندې او د دوی رول دماشوم په روزنه کی کاملاً تاثیر ګذاره دی. که میندې د خپلو اولادونو حفظ الصحه مراعت نکړي خدای مکړه ددوی اولادونه په مختلفو ساري او غیر ساري امراضو اخته کیږي. همداشان که خوراک پوښاک بخش ته توجه ونکړي هم اولادونه یې سالم نه راځي او ترټولو مهم په  کې واکسین کول دي په مختلفو دورو کې یعنې له زیږون وروسته تر یوې کلنۍ باید یو ماشوم په منظمه توګه پنځه ځله واکسینونه واخلي چې پدې کې پولیو راځي، سرخکان راځي همداسې نور روټین واکسینونه یعني د واکسینونو په منظمه توګه تطبیقول ماشومان له ویروسي او ساري امراضو په ښه او بهتره شکل وقایه کولای شي او دما خواست میندو ته دا دی چې تر هرچا زیات باید دوی دخپلو اولادونو روغتیا په پام کی ونیسي.“ روغتیاپالان اندیښنه څرګندوي چی د کابل په شمول لاهم  دهیواد په ځینو سیمو کې میندې دخپلو اولادونو سالمه روزنه او هغوی ته پر وخت واکسین ورکول جدي نه ګڼي چې له امله یې په هیواد کی د ګوزڼ مثبتې پیښې لاهم شتون لري او که پر وخت یی مخنیوی ونشي مختلفو سیمو ته سرایت پیدا کولی شي.

28.11.2023 امریکا غږ

د ایران ولسمشر د اردوغان له خوا بلل شوې غونډې ته نه دی تللی

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سه شنبې په ورځ په انقره کې هغې سرمشریزې ته حاضر نه شو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې خبریالانو ته اعلان کړی و.

28.11.2023 امریکا غږ

بلینکن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) د ارمنستان او اذربایجان له مشرانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د ځنډیدلو مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

28.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more