ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان دپلومات: نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت بیرته پرانیستل شوی

د هند د حیدراباد ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي خدمتونود وړاندې کولو بهیر بیرته پیل کړي دي.

01.12.2023 امریکا غږ

جرمني د ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته کړې

افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام سره د ۶۰ میلیونو یورو له دې مرستې به دا اداره په افغانستان او په ګاونډیو هیوادونو کې د خپلې بودیجې د تمویل لپاره کار واخلي.

01.12.2023 امریکا غږ

نرګس محمدي او عالیه بټ د فایننشل ټایمز د اغیزناکو ښځو په لست کې

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۳ کال د ۲۵ اغیزناکو ښځو په ډله کې د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمد او د هند د سینما وتلې ستوري عالیه بټ هم انتخاب شوي دي.

01.12.2023 امریکا غږ

کاناډا د بوینګ له شرکت څخه ۱۶ جاسوسي الوتکي پېري

 کاناډا پلان لري چې د خپلو نژدیو او لېرو غلیمانو د وژونکو او پټو وړتیاو سره د مقابلې لپاره د بوینګ له شرکت څخه ۱۶ جاسوسي الوتکې وپیري.

01.12.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.12.2023 امریکا غږ

بلینکن له اسرائيل څخه وغوښتل چې غزه کې ولسي خلکو ته خوندي سیمې جوړې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) له اسرايل څخه وغوښتل چې د حماس تر کنترول لاندې سیمې کې د «لویو پوځي عملیاتو تر بیا پيلولو» مخکې د فلسطین د ولسي خلکو لپاره خوندي سیمې (زونونه) جوړې کړې.

30.11.2023 امریکا غږ

د اقلیم د 'ویجاړوونکي' بدلون په اړه په دوبۍ کې نړیواله غونډه پیل شوه

د اقلیم نړیواله کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په داسې حال کې پیل شوه چې ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې روان اقلیمي بدلونونه نړۍ د ویجاړېدو پر خوا بیایي.

30.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د پاکستان پوځ وايي دا اونۍ په بنو کې په پوځي قافله ځانمرګي برید کونکی افغان و. د دې وړاندې، د پاکستان مؤقت صدراعظم انوارالحق کاکړ هم ویلي یو شمېر ځانمرګي بریدونو کې افغانان ښکېل وو. دا تورنه دي او که پاکستان سره ثبوت هم شته؟ د نن او وضعیت په خپرونه کې په همدې موضوع د خپرونې له میلمنو سره خبرې کوو د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.11.2023 امریکا غږ

پاکستان څخه د ستنو شویو افغان کډوالو ستونزې - سپینې خبرې

نړیوالو خیریه ټولنو په افغانستان کې له پاکستان څخه د تازه ستنو شویو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي دي. ددغو افغانانو ستونزې څه دي او څنګه حل کېدلای شي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.

30.11.2023 امریکا غږ

یوې ۷۰ کلنې ښځې غبرګوني ماشومان زېږولي

په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې دوه غبرګوني ماشومان زیږولي دي.

30.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

30.11.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو څار سازمان اندېښنې - اشنا د پنجشنبې خپرونه

په پاکستان کې د افغانو کډوالو سره د پولیسو د چلند په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنې، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غځېدل، د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر هنري کیسینجر مړینه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.

30.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more