اردوغان په ناټو کې د سویډن غړیتوب پر انقرې د ایف-۱۶جټ الوتکو پیرودلو پورې مشروط کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ، ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷مه) وویل، چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب له غوښتنې څخه پدې شرط ملاتړ وکړي، چې د امریکا کانګرس د انقرې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د پیرودلو غوښتنه ومني.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه - سپینې خبرې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي بیا نیوکه کړې چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله ملت له طالبانو واټن نیسي. د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه څه دي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
ویانا کې د طالبانو د مخالفو مشرانو د غونډې پایلې - حایل
د حایل ددې اونۍ په خپرونه کې، د ویانا د غونډې پایلې، د طالبانو د مخالفو مشرانو او ډلو ترمنځ د همغږۍ څرنګوالی، او د ویانا او دوشنبې په څېر غونډو کې د طالبانو د استازو نشتوالی څېړل شوی دی. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان ته د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر - ۳۰ دقیقې
د دېرش دقیقو په خپرونه کې پاکستان ته د ټام ویسټ د سفر پایلې، پر افغان زده کوونکو د طالبانو د حکومت د تعلیمي تګلارې اغیزې او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه او مطالب شامل دي.
پوتین د روسیې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا ځان کاندیدوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷مه) تائید کړه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې ترسره شي، بیا ځان کاندید کړي.
بومي یا اصلي امریکایان څوک دی؟- ژوند په امریکا کې
امریکا ته د اروپايانو له راتګ وړاندې په دې وچه کې چا ژوند کاوه، ژوند یې څنګه وو، او اوس چیرته دي؟ د ژوند په امریکا کې د دې اونۍ په خپرونه کې په واشنګټن ډي سي کې د بومي امریکایانو له موزیم څخه لیدنه کوو.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغان ښځینه فعالانو خوشې کیدو غوښتنه کړې
د ملګروملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر" یوناما " په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوشمیر ښځینه فعالانو په خپلسر نیولو او په بند کې د اوږدې مودې لپاره د هغوی په پاتې کیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
عراق کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی
په عراق کې د امریکا د سفارت چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، د دغه سفارت پر لور څو توغندي توغول شوي دي.
عباس ستانکزی: د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله ملت له مونږ فاصله اخلي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل حکومت له خوا د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو په بندیز باندې کلک انتقاد کړی او ویلي دې چې د همدې مسلې له امله ملت له طالبانو فاصله اخلي.
تایوان وايي د چین یو بالون یې حریم ته وراوښتی
د تایوان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، یو چینایي بالون یې کشف کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تایوان د تنګي له منځنۍ کرښې د تایوان لور ته تیریږي.
جنرال منیر: غیرقانوني بهرني کډوال د پاکستان په امنیت او اقتصاد ناوړه اغیز لري
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو په اړه د لنډ مهاله حکومت د پریکړې څخه دفاع کړې او ویلي دي چې اسنادو نلرونکي بهرني کډوال د پاکستان امنیت او اقتصاد باندې ناوړه اغیز کوي.
د ککړې هوا له کبله د لاهور ښار روغتونونه په ناروغو ماشومانو ډک شوي
د پاکستان د لاهور په ښار کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان له هند سره لوبه کوي
نن جمعه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) په متحدو عربو اماراتو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې په کې دي.