ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د قهوې څښل ګټه لري که زیان؟
که څه هم په تیرو وختونو کې ځینو طبي څیړنو د قهوې څښلو له امله د روغتیایی ستونزو په اړه خبرداری ورکړی و، خو نویو موندنو داسې شواهد وړاندې کړي، چې د قهوې په ډیرو روغتیايي ګټو ټینګار کوي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
امریکا کې په ډزو کې شپږ تنه مړه شوي؛ یو شکمن نیول شوی
د امریکا په ټکزاس ایالت کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل، یو وسله وال کس وروسته له هغه ونیول شو چې د ډزو په څو پېښو کې شپږ کسان ووژل شول او د دوو پولیسو په ګډون درې نور ټپیان شول.
افغانستان کې د ښوونې او روزنې په اړه تازه اندېښنې - د اشنا د چهارشنبې خپرونه
نن چهارشنبې د امریکاغږ اشنا ټلویزیون په خپرونه کې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زدکړو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د راپور جزئیات خپرو. په خپرونه کې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو او په ننګرهار کې د مالټو د حاصلاتو په اړه راپورونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه شامل دي.
د طالبانو او چین سیاسي او اقتصادي اړیکې - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو برسېره د افغانستان د پخواني حکومت د ځینو چارواکو پر اندېښنو بحث کوو چې وايي په افغانستان کې یې کورونه او ملکیتونه نیول شوي دي.
بالیود سېنما ته د یو افغان کډوال د سفر لوړې ژورې- ځانګړې مرکه
نواب خان هغه افغان ځوان دی چې په دې وروستیو کې د امنیتي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره هند ته او بیا وروسته استرالیا ته کډوال شوی دی. نواب خان هم د نورو افغانو کډوالو په څیر د ژوند لوړې ژورې لیدلي خو حوصله یې نده بایللې او خپل ارمان ته چې په هندي فلمونو کې کار کول و، رسېدلی دی. نواب خان د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې په سېنما کې یې د کار کولو خوب او هغه هم په هندي سېنما کې د هر چا لپاره ناشونی ښکاریده خو ده وکولای شو چې دا خوب پوره کړي.
د امریکا او چین لوړ پوړو دپلوماتانو د اسرئیل او حماس د جګړې په اړه خبرې کړي
چین او متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یو تلیفوني تماس کې د اسرائیل او حماس د شخړې په اړه خبرې وکړې، او د جګړې د درولو د اړتیا په اړه یې موافقه وکړه.
ایرانۍ محکمې د قاسم سلیماني د وژلو په سر له امریکا ۵۰ میلیارد ډالر تاوان غوښتی
د تهران یوې محکمې حکم کړی چې د امریکا حکومت دې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو په خاطر د ۵۰ میلیارد ډالرو تاوان ورکړي.
پوتین په کم ساري سفر متحده عربي اماراتو ته رسیدلی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) متحده عربي اماراتو ته ورسید. دا د پخواني شوروي اتحاد څخه بهر د پوتین یو کم ساری سفر دی چې په نړیواله کچه د ځان ثابتولو دپاره د مسکو د هڅو برخه ګڼل کیږي.
ملګري ملتونه: غزې کې خلک په 'ویروونکي حالت' کې ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل د غزې په تړانګه کې میشت فلسطینیان په "پراخېدونکي ویروونکي حالت" کې ژوند کوي او د اسرائیل او حماس ترمنځ یې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه.
طالبان: د تورخم دروازه له څو ساعتونو تړل کېدو وروسته د ترانزیټ مالونو پر مخ بیرته پرانیستل شوه
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) د پاکستاني سرحد ساتونکو له خوا د مالونو د لیږدوونکو لاریو پر مخ تړل شوې وه، له څو ساعتونو وروسته بیرته پرانیستل شوه.
تام ویسټ د افغان کډوالو په ګډون د یو لړ مسلو په سر خبرو لپاره سیمې ته سفر کړی
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ویلي چې د افغان کډوالو په ګډون په یولړ مسلو د خبرو لپاره پاکستان او د سیمې هیوادونو ته یې سفر پیل کړی دی.
بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو پالیسي د نجونو زده کړو ترڅنګ هلکانو ته هم زیان رسوي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې افغانستان کې له لومړۍ دورې پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز چې په نړیواله کچه غندل شوی ترڅنګ یې په ښوونځیو کې د هلکانو د زده کړو بهیرهم د مسلکي ښوونکو د نشتون اوپه تعلیمي نصاب کې لاس وهلو له امله خراب شوی.