سعودي عربستان: حوثیانو د تیلو یوه فابریکه په توغندي ویشتلې
د سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت ویلي د یمن حوثي یاغیانو یې یوه فابریکه د جدې په ښار کې په توغندي ویشتلې
غني: افغان ځواکونه په خپلواکه توګه ۹۶سلنه عملیات تر سره کوي
غني د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه د ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.
اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې د اسلامي امارت اعاده کول زمونږ په ملاتړ اغیز کوي
اروپایي اتحادیه وایي په افغانستان کې د اسلامي امارت د اعاده کولو هر ډول هڅې به د دې اتحاد په سیاسي او مالي ملاتړ اغیز وکړي.
د نیو یارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال مړ شو
د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال، ډیوډ ډنکنز پرون د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) د ۹۳ کالونو په عمر مړ شو.
اروپایي اتحادیې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد یورو مرستو ژمنه وکړله
اروپایي اتحادیې د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیاردو یورو مرستو ژمنه وکړله.
افغانستان؛ د کرونا مثبتې پېښې څه باندې ۴۵زرو ته ورسېدې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۹۰ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۷ کسانو د مړه کېدو خبر وکری دی.
پاکستان د خپلو بندیانو ازادولو په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کړې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صدیق خان د خپلو بندیانو ازادلو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.
د ټرمپ د حکومت ادارې د بایډن بریا ومنله؛ د واک لېږد پیلیږي
د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې پرون دوشنبه د نومبر ۲۳مه (لېندۍ دریمه) جو بایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو بریالي وباله او د واک د لیږد په هکله د تیاریو خبر یې ورکړ.
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي
د ناټو عمومي منشي ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
بایډن د خپلې کابینې یو شمیر غړي اعلانوي
ټاکل شوې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د خپل حکومت د کابینې غړي اعلان کړي چې د یو شمیر رپوټونو له مخې انتوني بلینکن، به د ښاغلي بایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وي.
عربستان ته د اسرائیل د صدراعظم 'پټ' سفر
اسرائیلي رسنیو د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دریمه) رپوټ ورکړ چې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی.
سراج: طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست وايي چې دغه هېواد کې نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکي پیاوړي شوي دي.
ژنیو کنفرانس؛ افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټينګار
د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا د ژنیو کنفرانس د افغان سولې د بهیر په اړوند بحثونو سره پرانیستل شو.
'د پاشدان بند جوړېدو ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوي'
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې هرات کې د پاشدان بند د جوړېدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.