د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
پاکستان د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو هرکلی وکړ
د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل مهم او د سم لوري خوا یو ګام یاد کړی دی.
ایران: پر ۱۷ میاشتنۍ لور د پلار جنسي تیری
د ایران د ري ښار د یو اوسیدونکي له خوا پر خپلې ۱۷ میاشتنۍ لور باندې د جنسي تیري رپوټونو زیات غبرګونونه زیږولي دي.
د شاووین د محاکمې په هکله د امریکا او نړۍ غبرګونونه
په امریکا کې منصفه هیت هغه سپین پوستی امریکایي پولیس ډیریک شاووین مجرم وباله چې یو تور پوستی امریکایي جورج فلویډ یې وژلی و.
هند کې د اکسیجن بندیددو له وجې ۲۲ د کرونا ناروغان وژل شوي
د هند د زاکر حسین په روغتون کې مسؤلین وایي د اکسیجن رسولو د یو ټانکر د سوري کیدو له وجې په روغتون کې د کویډ ۱۹ په ناروغۍ د اخته ۶۰ ناروغانو د مصنوعي سا اخیستلو په آلو یا ونټلیټرونو کې اکسیجن د ۳۰ دقیقو لپاره بند شوی و.
د اندونیزیا د پوځ اوبتل د ۵۳ عملې سره ورک دی
د اندونیزیا پوځ وایي د یو اوبتل یا تحت البحري په لټه کې دي چې ۵۳ عمله پکې سپره ده او د بحري تطبیقاتو پر وخت یې اړیکه پرې شوې.
جرمني وایي د جولای په څلورمه له افغانستان نه ځواکونه وباسي
د جرمني د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي لومړۍ نیټه) وویل چې پلان لري د جولای میاشتې په څلورمه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
کابل کې موټر بم چاودنې اووه کسان ټپیان کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه په کابل ښار کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
امریکا ۳۳ تاریخي اثار افغانستان ته وسپارل
د امریکا متحده ایالاتو ۳۳ قلمه تاریخي اثار تیره ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په واشنګټن کې افغان سفارت ته وسپارل.
د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډه وځنډېده
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس د ځنډېدو خبر ورکړ.
د جورج فلوډ مړېنه؛ د میناپولیس پخوانی پولیس افسر پړ وګڼل شو
د امریکا د انډیا ایالت د میناپولیس په پخواني افسر ډیریک شاوون د یو تور پوستي امریکایی جورج فلوډ د وژلو ټول تورونه ثابت شول.
اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
امریکایي جنرال: پر طالبانو باور نشي کیدای
له افغانستان څخه په بشپړ توګه د امریکایي سرتیرو د وتلو په درشل کې د متحده ایالاتو د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مکنزي ویلي چې د طالبانو په ډلې باندې باور نشي کیدای.
د عسکرو وتل؛ طالبانو سره د یرغمل شوي امریکايي نامعلوم برخلیک
له افغانستان د عسکرو وتل او د یرغمل شوي امریکايي نامعلوم برخلیک
مظاهرې بندې شوې؛ پاکستان د فرانسې د سفیر د ایستلو یا نه ایستلو پرېکړه کوي
په پاکستان کې منع شوې تحریک لبیک ډلې له هغې وروسته د فرانسې په ضد له تاوتریخواليډکې مظاهرې ودرولې چې حکومت له پارلمان څخه وغوښتل د فرانسې د سفیر د ایستلو په اړه رایه ورکړي.