شاته

مریم نواز وايي د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو ملاتړ کوي

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو د غوښتنى ملاتړ کړی دی او وېلي یې دي نواز شریف د انصاف د نشتوالي او ژوند ته د خطر له امله پاکستان ته نه ستنیږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد هاي کورټ کې د ميډيا سره خبرو وویل که د عثمان کاکړ په مرګ سوالونه راپورته کيږي نو پکار ده چې پلټنې یې وشي.

د عثمان کاکړ کورنۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د حکومت نورو مخالفو ګوندونو د هغه د مرګ په اړه پوښتنې راپورته کړي او دريځ خپلوي چي عثمان کاکړ په خپل ژوند ویلي وو چې استخباراتي ادارې ورته دړکې ورکوي.

په برطانیه کې ميشت پخواني وزير اعظم نواز شريف هم په وروسته کى دا تور لګولى و چى د پاکستان پوځي استخباراتي ادارى ايم آي مشر د هغه لور مريم نواز ته د وژلو دړکه ورکړي ده

د نواز شريف بيرته راتلو په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کى مريم نواز وويل که څوک ورته ضمانت ورکړي چې نوازشريف سره به انصاف کيږي او هغه به ېې نه وژل کېږي نو هم نن به نواز شريف بيرته راولي.

د کراچى پوسټ ګريجويټ لخوا جاري کړى شوى د ابتداي يا لومړي ريپورټ تر مخه د عثمان کاکړ په بدو د تشدد څېه نښخى نه دي موندلى شوى خو د مرګ اصل وجه به د پيتلاوجي او کيماي نتيجو نه معلومېږي.

د سياسي چارو څيړونکى امتياز عالم د عثمان کاکړ د مړينې د پلټنو غوښتنى په ځاى بولي

د وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه زياته کړې دا رامعلومول ضرورى دي چى عثمان کاکړ په خپل مرګ او که د بل چا دلاسه مړ شوی دی؟