شاته

بلینکن: په لیبیا کې د سولې ټینګیدو په اړه نړیواله اجماع شته

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د لیبیا د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره برلین ته تللی، د لیبیا د وضعیت د ښه کیدو په اړه د نړیوالې اجماع خبر ورکړی.

جرمني او ملګرو ملتونه په برلین ښار کې د نړیوال کنفرانس کوربه دي چې په لیبیا کې جګړه ختمه شي؛ هغه هیواد چې په ۲۰۱۱کې د معمر القذافي د حکومت د ړنګیدو او د هغه د وژل کیدو وروسته د جګړو او شخړو سره مخامخ دی او تر اوسه هیڅ یوه ډله په بشپړه توګه په دې هیواد کې نده واکمنه شوې.

ښاغلي بلینکن د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ ۲) د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "داسې فرصت رامنځ ته شوی چې په تیرو څو کلونو کې نه و تر څو د امن او ملي حاکمیت لرونکي هیواد په لور د لیبیا په مخ بیولو کې مرسته وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د هغو اقداماتو په هکله چې له لیبیا سره مرسته کولای شي اجماع شته، په ځانګړې توګه د اوربند د ټینګیدو او د هغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه.

له دې نه یوه ورځ مخکې لیبیا لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد نورلند، وویل چې دغه مذاکرات به هغه اقدامات ګړندي کاندي چې د دسمبر په میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د اساسي قانون له مخې د رای ورکولو د قانون د جوړیدو لپاره ورته اړتیا ده.

لیبیا د ۲۰۱۱ کال راهیسې د اور په لمبو کې سوزیږي او متخاصمې ډلې ددې هیواد په مختلفو برخو کې جلا حکومتونه لري. د اوربند د موافقې په اساس چې د تیر کال په اکتوبر کې وشو باید ټول بهرني نیابتي جګړه ماران د دریو میاشتو په ترڅ کې له لیبیا څخه وتلي وای.

خو ښاغلي نورلند وویل چې بهرني ځواکونه لا هم له لیبیا څخه ندي وتلي. هغه په انتخاباتو باندې په ټینګار سره وویل: "د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یو مهم دلیل دادی چې په لیبیا کې یو پوره غښتلی، معتبر او مشروع حکومت رامنځ ته شي او بهرنیو لوبغاړو ته ووایي چې اوس یې وخت رارسیدلی چې خپل ځواکونه زمونږ له هیواد نه وباسئ."

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په دوام کې د ایټالیا په مرکز روم کې په یو کنفرانس کې هم ګډون وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د ماتولو په مبارزې باندې متمرکز دی.