شاته

امریکایي سناتور د امریکایي پوځیانو د افغانو همکارانو د "ژغورنې" لایحه وړاندې کړه

جمهوري غوښتونکي سناتور جان کنیډي، د هغو افغان متحدینو او ژباړونکو د ساتنې په اړه چې د افغانستان د جګړې په اوږدو کې یې د متحده ایالاتو د ځواکونو سره په مرسته کې "اساسي رول" درلودلی یوه لایحه وړاندې کړه.

"زمونږ د افغاني متحدینو د ژغورنې" په نامه لایحه کې چې د سه شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ نیټه) د سناتور کنیډی له خوا وړاندې شوه د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع چارو له وزارتونو غوښتل شوي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړو وتلو دمخه هغه افغانان متحده ایالاتو او یا بل ځای ته انتقال کړي چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

ښاغلي کنیډی په یو بیان کې وویل: "د امریکا افغان متحدین د امریکایي سرتیرو سره د مرستې په خاطر خپل ځان او کورنۍ له ګواښ سره مخامخ کړې او دا چې امریکا هغوی د بې رحمه طالبانو په لاس کې پریږدي د تصور وړ ندي. دغه زړور افغانان په خپل هیواد کې هیڅ پناه ځای نلري او حد اقل کار چې مونږ یې کولای شو ترسره کړو په متحده ایالاتو کې د هغوی د ساتنې تضمین کول دي. هیله من یم چې همکاران مې ددې لایحې په تصویبولو سره متحدینو او کورنیو ته یې د پناه ځای په تقدیمولو کې له ما سره یوځای شي."

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د تصمیم له مخې د افغانستان څخه د شاوخوا ۲۵۰۰نه تر ۳۵۰۰پورې امریکایي پوځیانو د ایستلو بهیر د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شو او ټاکل شوې چې د سپتمبر تر ۱۱پورې پای ته ورسیږي. ټاکل شوې چې په افغانستان کې میشت شاوخوا ۷۰۰۰ناټو ځواکونه هم په همدې موده کې له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندانۍ ویلي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو بهیر یې ۵۰په سلو کې بشپړ کړی.

پدې ترڅ کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د ترجمانانو او نورو کسانو لپاره چې اوږه په اوږه یې د امریکایي او ناټو ځواکونو سره کار کړی "مخه نه نیونکې غمیزه" په رامنځ ته کیدو ده. د واشنګټن په سر مقاله کې راغلي چې جمهور رئیس بایډن ډیر کم وخت لري چې د دغې غمیزې مخه وونیسي.

واشنګټن پوسټ لیکلي: "متحده ایالات باید سمدستي د افغاني متحدینو منظمه تخلیه پیل کړي چې د طالبانو ښکار نشي. د هغوی شا ته پریښول به د تاسف ډک خیانت وي."

د بشري حقونو مدافعینو او د امریکا یو شمیر برحاله او پخوانیو پوځیانو هم د سپینې ماڼۍ غوښتي چې د مهاجرت د ویزو تر بشپړیدو پورې هغه افغانان یو مصؤون ځای ته انتقال کړي چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې څه موده مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د بهرنیو ځواکونو څخه چې د افغانستان نه د وتلو په حال کې دي وغوښتل تر څو د افغان ژباړونکو د "بیا میشت کولو" بهیر چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، ګړندی کاندي.

د ځانګړو ویزو پروګرام شاوخوا یوه لسیزه مخکې پیل شو او متحده ایالاتو ژباړونکو، خاصو کارکوونکو او نورو کسانو ته چې د متحده ایالاتو سره د کار کولو په وجه یې خطرونو منلي، ۲۶۵۰۰ ویزې منظورې کړې. تر اوسه امریکا ته د مهاجرت شاوخوا ۱۶۰۰۰ ځانګړې ویزې ویشل شوي او شاوخوا ۱۸زره درخواستونه تر کار لاندې دي.