شاته

د انساني حقونو تنظیم: په پاکستان کې د خلکو د لادرکېدلو او په میډیا د فشار لړۍ دوام لري

په خېبر پښتونخوا کې د هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان يا د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن غړي وايي چي په کال 2020 کې هم د بشري حقونو سرغړونې ريکارډ شوي او څه کمی پکې نه ښکاري.

د کمېشن غړي وايي چې د خلکو د له درکه کېدلو او په میډیا د فشار لړۍ دوام لري.

د کېمشن لخوا جاري شوي رپورټ کې وېل شوي چې د کال 2020 په مهلا 430 تنان د غېرت په نوم وژل شوي چې پکې 363 مېرمنې هم شامل دي۔

د ادارې رپورټ پېش کولو په مهال د حکومت نه دا غوښتنه شوې چې د د بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي د پاره دې منظور شوي قانونه عملي کړل شي۔

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن لخوا جاري شوي د کال 2020 رپورټ ميډيا ته تېره ورځ په پېښور پريس کلب کې وړاندې کړل شو۔

په دغه موقع د کمېشن د خېبر پښتونخوا د څانګې مرستيال مشر اکبر خان وېنا وه چې د هېواد په کچه د خلکو د تښتول کېدو لړۍ اوس هم جاري ده خو کره شمېره يې ځکه مخې ته نه راځي چې په دې اړه کېسونه ډېر کم رپورټ کېږي۔

" چې څنګه دا خلک وروکېږي نو دغه شان د هغوئ متعلقه رېکارډ هم يو کړکېچن عمل دی، نو د هغې له وجې مونږه دا نه شو ويلې چې مونږه دا کوم تعداد وښايو دا د هغه حقيقي تصوير نمائندګې کوي، ځکه چې مونږه سره يو سورس يا زريعه نه وي نو مونږه خو بيا شمېره يا حقايق نه شو ورکولی، نو دا يوم مبهم صورت حال دی چې خلک وروکېږي او د هغوئ د رپورټنګ هغه شان مکېنېزم يا طريقه کار نشته دی"

د پورټ ترمخه د لا درکه شويو تنانو شمېرو په حساب سره پښتونخوا صوبه په اول نمبر ده او د تحقياتي کمېشن جوېډو را پدېخوا د تېر کال د دسمبر اخره پورې د له درکه شويو تنانو په اړه 2942 مقدمې درج کړل شوي دي ۔

خو رپورټ ښايي دغه شمېرې د له درکه شويو کسانو شدت پوره نه واضحه کوي او حقيقي تعداد د دې نه هم سېوا کېدلې شي۔

د کال 2020 دروان په ميډيا د قدغنون په اړه د ايچ ار سي پي رپورټ وايي په پاکستان کې نزدې 10 خبريالان وژلی شوي، ځينو ته پکې دړکې ورکړل شوي، ځيني تختول شوي، څوک نېولی شوي او په ځينو خبريالانو تشدد شوی دې۔

په دې اړه د اکبر خان وېنا وه چې تېر کال ډول ډول کوششونه شوي وو چي ميډيا د فشار لاندې وساتل شي۔

" د ميډيا چې کوم کردار و د هغې د رابندولو کوشش شوی دی او د هغې د پاره هر قسمه حربه کارول شوې لکه اشتهارات بندول، د صحفيانو تښتول او د هغوئ سره نور دغه شان د قانون پرضد عمل کول، په جيلونو کې بندول، او د ميډيا چېنلز نه د هغوي معاشي ګټه ختمول دا ټول شوي دي"

د بشري حقونو کمېشن د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د کال 2020 دوران 430 تنان د غېرت په نوم وژلی شوي چې پکې 148 سړي او 363 زنانه شامل دي۔

په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان د بشري حقونو کمېشن غړې ناهېده سېف په دغه موقع وېنا وه چې کال 2020 دوران هم په مېرمنو د تشدد يو شمېر پېښې ريکارډ شوي، نوموړې وايي بايد حکومت هغه قوانين عملي کړي کوم سره چې په ښځو د تشدد مخنيوی کېدلی شي۔

" د ښځو حوالې سره ايچ ار سي پي ته چې کوم کېسونه رپورټ شوي دي نو د کرونا وبا دوران په هغې کې ډېر زيات والی راغلی دی، او چه چې شکايت کړی نو هغوئ د کوېډ۔۱۹ دوران غېر محفوظ پاتې شوي دي، دغه شان د موټر وی پېښې تاسو ته پته ده او دا سلسله له ولاړه نه ده او اوس هم دغه کېسونه مخې ته راځي، او دا هغه کېسونه دي چې کوم رپورټ کېږي، نور ډېر داسې هم وي چې هغه پټ پاتې شي"

د هيومن رائټس کمېشن اف پاکستان يا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې ليکلي چې وفاقي پارليمان او صوبايي اسمبلو لخوا تېر کال 80 قانونه منظور کړل شوي دي په کوم کې چې 30 د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ منظور کړي دي۔ د رپورټ ترمخه په دغو کې 17 قانونه نېغ په نېغه د بشري حقنو سره تړاو لري، د کمېشن د غړو وېنا وه چې د بشري حقونو د سرغړونې مخنيوي د پاره منظور کړل شوي قانونه عملي کول ډېر مهم دي۔

د اېچ ار سي پي په رپورټ د پاکستان حکومت په سمدستي ډول خپل دریځ نه دی څرګند کړی خو حکومتي چارواکي په هېواد کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په اړه د رپورټونه ردونه کوي.

خپله وزیراعظم عمران خان په مطبوعاتو د بندیزونو خبره ردوي او وايي پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.