شاته

ډاکټر: د عثمان کاکړ سر خوږ وو، لانګو وايي پلټنو ته تيار يو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ په اړه د هغه لومړي عمليات کوونکي ډاکټر وویل عثمان کاکړ چې روغتون ته راوړل شو سر يې خوږ وو، د کورنيو چارو وزیر وايي پلټنو ته تيار دي.

د بلوچستان داخله چارو وزير مير ضيا لانګو او د عثمان خان کاکړ اپرېشن يا د سر عملیات کوونکي ډاکټر نقيب اڅکزی نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (22 جون) په ګډه خبري کانفرنس ته د عثمان کاکړ په اړه احوال تېر کړو.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وويل، د پرون راهسې ځېنې ملک دښمنه قوتونه د عثمان کاکړ د مرګ په حقله پروپېګنډه کوي، له يوې خوا زمونږ تاوان وشو مونږ له يوه عظيمه رهنما محرومه شوو، خو ځيني ملک دوښمن قوتونه پر دې موقع ځينې غلط فهمۍ پېدا کوي.

هغه وويل ضروري ګڼي چې وضاحت وشي دوی د کاکړ د کورنۍ سره د هغه د علاج دپاره د هر ډول مرستې ژمنه کړې، پوځ د عثمان کاکړ د کورنۍ رابطه کړې او بيا هغه ادارې چې پر کومو د دوی دوښمن الزام لګوي هغه د عثمان له خاندان سره په رابطه کې وه او په سي ايم ايچ روغتون کې يې ټول بندوبست ورته کړی و د هغه د علاج لپاره، خو بيا دوی کراچۍ ته يوړو.

د يوه سوال په ځواب کې ضيا لانګو وويل که د عثمان کاکړ کورنۍ د هغه د مړينې پېښه باندې خدشه لري "دوی"و هر ډول تحقيقاتو کولو ته تيار دي.

ضيا لانګو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ پرون په کراچۍ کې د پلار د مړينې وروسته دعوه کړې چې پلار یې وژل شوی دی، هغه د خپلې دعوې واضحه شواهد نه دي وړاندې کړي او دا هم نه ده مالومه چې د پوليسو سره د دغه پېښې مقدمه درج شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند څانګې هم په خپره کړې اعلاميه کې دعوه کړې ده چې عثمان کاکړ وژل شوی دی.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عثمان کاکړ د زوی د دغه تور په ځواب کې وي او اې ډيوه ته ويلی، چې داسې خلک شتون لري چې نفسیاتي مسله لري علاج ته اړتيا لري، څوک د خپل د پلار په قبر سیاست نه کوي خو داسې ښکاري چې زوی يې د خپل پلار مړي ته هيڅ درناوی نه لري.

هغه ويلي، دا د شرم وړ وړاندیز دی چې هغه د دې لارې سياستدان جوړ شي.

د ضيا لانګو سره په خبري کانفرنس کې شريک ډاکټر نقيب اڅکزي چې د عثمان خان کاکړ د سر اپرېشن يا لومړي عمليات يې کړي وو، وې وويل چې په 17 جون ماسخوتن پاو کم اته بجې ورته ملګري ډاکټر خبر ورکړی چې عثمان کاکړ په ډېړ زيات زخمي حالت کې روغتون ته ور وړل شوی او د هغه په دماغو کې وينه جمع شوې ده.

د ډاکټر نقيب په وېنا " اتهه بجې ماښام يې هغه زمونږ هسپتال ته راوړ ، هغه قی ( باقۍ/ الټی) کړې وې خو د سر په ټپي کېدو کې داسې کېږي، بې هوشه وو،هغه وخت هم هغه په مرګوني حالت کې وو، دماغ يې پړسېدلی وو، له کيڼ / ګڅ طرفه د هغه ماغزه و ښي لوري ته دباو شوي وو، موږ چې د هغه د سر ويښتان لرې کړل د هغه پر سر باندې "چهوټ" ضرب وو، لويه برخه يې پړسېدلې وه".

هغه وویل "يوه مفروضه دا وه چې هغه ته به فالج ناروغي شوې وي او هغه به لوېدلی وي ، په سي ټي سکېن کې د فالج کوم ثبوت يا نښان نسته، بلکه دا بلنټ چهوټ( قاري ضرب) و، د چهوټک د وهلو خبره به هم تاسو اورېدلې وي ، دا له هرې وجې کېدای شي له غورځېدو هم کېدای شي، داسې زخم له وهلو څخه هم کېدای شي".

داکټر نقيب زياته کړه، "د عثمان کاکړ په لومړيو معيانو او رپورټونو کې يو ډول ، انفارکشن، هيمبرج ناروغي، فالج،يا بلډ پرېشر، د وينې د ټېنګېدو او يا بله کومه داسې نارغي نه ده رپورټ شوې، چې اول دې پر ده داسې ناروغي راغلې وي او بيا دې هغه" لوېدلی / ټپي" شوی وي،هو داسې کيږي له مريضانو سره ، خو موږ دا اړخ هم وکتی خو داسې څه نه وو".

د عثمان کاکړ سره د کوټې نه کراچۍ ته راغلي ډاکټر صمدخان پانیزې ډیوه ته ویلي، د هغه پوسټ مارټم يا طبي معاينه شوې او جناح روغتون يې په اړه دومره ویلي چې جسد يا مړی ورته په کوم حالت کې ترلاسه شوی دی.

هغه ويلي دغه پېښه مشکوکه ده ځکه دوی پوسټ مارټم وکړو او د رپورټ راتلو وروسته به هر څه په ډاګه شي خو نوموړی ډاکټر وايي ښايي چې د عثمان خان په سر سخت ګوزار شوی وو.

دا چې پوسټ مارټم رپورټ کله ترلاسه کيږي ډاکټر صمد پانېزی وايي دغه رپورټ عموما 14 ورځې وخت اخلي.

عثمان خان کاکړ په 17 جون په کوټه کې روغتون، په 19 جون کراچۍ ته وړل شوی او پرون يې د کراچۍ په شخصي روغتون اغا خان کې ساه ورکړې ده، د هغه جنازه کوټه ته روانه کړی شوې او سبا به یې په شپږ بجې په پلارني کلي د قلعه سېف الله په مسلم باغ کې جنازه کيږي او هم هلته به خاورو ته سپارلی شي.