شاته

خیبر پښتونخوا کې میرمنې په جنسي اؤ نفسیاتي ځورونه پریشانه دي

په خیبر پښتونخوا صوبه کې زیاتره کارکوونکې میرمنې وایي دوئ ددفترونو دننه اؤ بیلابیلو ځایونو کې په جنسي اؤ نفسیاتي توګه ځورؤل کیږي اؤ دکور نه بهر ورته کار کول ورځ تر بلې ګرانېږي.

په چارسده کې ديو غېر دولتي تنظيم لخوا دحکومتي چارواکو او کارکوونکو ښځو يوه غونډه راجوړه کړی شوې وه چې باید میرمنې څنګه د کار په ځايونو کې ځان د جنسي ځورنې نه وژغوري او څنګه اړونده ادارې په دې خبر کړي؟

تاج مينه بي بي هم يوه کارکوونکې ښځه ده، وايي دکار په دوران کې ښځې په بېلا بېلو طريقو ځورول کيږي چې ورسره د دوئ د پاره دکور نه بهر کار کول جاري ساتل ګران شي.

"زمونږ ډيرې خوېندې داسې دي چې چرته د کار د پاره انټرويو له لارې شي نو ورته وويل کيږي چې ستا خو قد وړوکی دی، رنګ دې ښائسته دې که نه، واده دې شوی که نه، ته ما سره چرته په چکر تللی شې که نه، نو هغه دلته د کار د پاره راغلې وي د چکرو د پاره خو نه ده راغلې"

د نړيوال بېنک دشمېرو ترمخه په پاکستان کې کارکونوکو ښځو او سړو کې د ښځو برخه نزدې درویشت فيصدي ده،

د ورلډ بېنک د کال۲۰۱۹م د رپورټ ترمخه د دریمې نړۍ هېوادونو کې ښځې د کورونو نه بهر کار د پاره لري نه ځي، زياتره ښځو ته د سړو مقابله کې يو شان د کار موقعې هم نه ترلاسه کیږي.

د غېر دولتي تنظيم "پېمان" يوه کاروکونکې اقصا بي بي وي او ای ډیوه ته وايي پاکستان کې کار کوونکې ښځې د کار په ځايونو کې د جنسي ځورونې په ضد جوړ قانون څخه نه دي خبر او دوئ کولی شي چې د جنسي ځورونې په صورت کې اړونده ادارو ته لاړې شي.

هغه وایي "ډيرې زياتې مسلې ښځو ته راځي، څوک چې سکول ته ځي او يا د کار ځايونو ته ځي، پاکستان کې قانون موجود دی بايد چې ښځې پرې پوهه شي او بيا د ضرورت په وخت هغه قانون وکارئ"

په غونډه کې شامل د ضلعې لېبر افسر قېصر خان وويل د سرکاري ادارو نه علاوه په شخصي ادارو کې کارکوونکې ښځې کولی شي چې دوئ ته رپورټ وکړي او يا سيټيزن پورټل نومې اېپ باندې خپل شکايت جمع کړی.

"شخصي ادارو کې کارکوونکې ښځې کولی شي چې د جنسي ځورونې،کمې تنخا يا بلې مسلې په صورت کې دوئ ته شکايت وکړي، دوئ به دلېبر قوانينو په رڼا کې په هغې کاروائي کوي"

دغونډې دبرخه والو وېنا وه که په پاکستان کې دښځو د پاره د کار زمينه برابر شي او د دوئ د جنسي ځورونې مخه ونيول شي نو سړو سره يو ځايي په کار کولو د ملک معيشت کې ډيره برخه اچولی شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی