شاته

څېړونکی: عمران خان د ویغورو سره د چین د سلوک او اسلاموفوبیا په اړه دوه مخې تګلاره لري

وزير اعظم عمران خان د امريکې یو ټي وي چېنل سره مرکه کې د چین په سنکيانګ صوبه کى د ویغور مسلمانانو د ځورول کېدوغندنه کوولو نه ډډه کړې خو په دې معامله یې د چين د دريځ پخلى هم کړی دی.

عمران خان وویل د چين حکومت ګڼي په دې اړه نړۍ ته منفي تصویر وړاندې کيږي.

عمران خان په ډاګه کړه که د ېاکستان حکومت غواړي هم چى په دې اړه د چين سره خبرى وکړي نو دا به د تړلو شویو دروازو په شا کوي.

دا په داسى وخت چى وزير اعظم عمران خان په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د کشمير او فلسطين د شخړو سره غربي نړۍ کې د اسلاموفوبيا يا د اسلام نه د ویرې په موضوع خبرې کوي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه امريکا، کېنېډاو او برطانیه او د يورپي هيوادونو اتحاديه د ډير وخت راهسى د چين په حکومت د ویغور مسلمانانو د بشري حقونو د سرغړونو، ویغور د خپل مذهبي عقايد نه محرومولو او د لکونو په شمېر کې ویغور د تعلیمي مرکزونو په نامه جوړ حراستي مرکزونو کى بندي ساتلو تورونه پورې کوي.

په ٢٠١٩ کى هم د پو شخصي ټي وي سره مرکه وزير اعظم عمران خان ويلي وو پاکستان د چين سره نژدې او ژورې اړيکې لري او هغه معلومات نلري چې په ویغور مسلمانانو څه تېریږي

د امريکني ټې وي سره خبرو کې وزير اعظم عمران خان خپل دریځ تکرار کړى چين تل د پاکستان سره مرستى کړيدي او پاکستان یې د اقتصادي مشکلات نه اوېستی دی.

د نړيوالو چارو څيړونکى ډاکټر اعجاز خټک دې تاثر سره اتفاق کوي چى عمران خان د اسلامو فوبيا او د ویغور مسلمانانو په آړه دوه مخه تګلاره لري

د وي اوای ډیوه ډيوه سره خبرو کې هغه ويلي پاکستان معاشي لحاظ سره په چين دومره انحصار لري چى د عمران خان يا بل کوم حکومت لپاره د چين سره د ویغورمسلمانانو يا د بشري حقونو معامله راپورته کوول به ډيره ګرانه وي.

نوموړي زياته نړى نه يواځي عمران خان خو غربي نړۍ هم د بشري حقونو د سرغړونو په اړه دوه مخه تګلاره لري او خپل پردى کوي

چين دا خبره بې ځایه بولي چې ویغور مسلمانان د بشري او مذهبي حقونو نه د محرومه ساتي.

د چين باندنيو چارو وزارت وياند دريځ دی امريکا، کېنېډا، برطانیه او يورپي يونيين د خپل خپل ملکونو دننه د بشري حقونو په پراخه کچه سرغړونو باندى سترګې پټى کړيدي خو د چين په ضد منفي پراپيګنډا کوي

د امريکني ټي وي سره مرکه کې په پاکستان کى د جنسي تېریو او تشدد په پيښو کى د زياتوالى په سر د زنانو په کردار د عمران خان د ګوتو په وچتوولو سختى نيوکي کيږي.

عمران خان دا هم ويلي دي پاکستان کى نايٸټ کلبونه نيشته او پاکستان غربي نړى نه بيل ماحول لري

د پخواني وزير اعظم ذوالفقار بټهو لمسۍ فاطمه بهټو په ټويټ کې دا خبره د مفتي عزيز الرحمن سره څه تړاو لري ځوک چى نه يواځي د خپل موصلين سره جنسي فعل کوي خو بيا ورته د وژلو دړکه هم ورکوي

وتلى قانون پوهه او د زنانو د حقونو فعالى ريما عمر په خپل ټويټ کې د وزير اعظم عمران خان لخوا جنسي تششدد بيښو کى راغلى زېاتوالي باندى د زنانو کردار پله ګتى اوچتولو باندى مايوسي ښودلى ده.