شاته

اتمر: د کابل هوايي ډګر د امنیت دپاره د ترکي د تجویز هرکلی او ملاتړ کوو

د افغانستان خارجه وزیر ویلي د ترکي د دې تجویز هرکلی کوي چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته به ترکي د کابل هوايي مېدان د امنیت ذمه واري په غاړه واخلي.

د ترکي په ساحلي او سیاحتي ښار انتالیا کې د افغانستان په موضوع د اتوار، يکشنبې، په ورځ د نړیوالې غونډې په موقع ښاغلي اتمر وویل د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت دپاره د ترکي د تجویز هرکلی او حمایت کوي."زمونږ یقین دی چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې، ترکي او نېټو د دوامداره مرستې دپاره به دا ضروري وي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه اتمر د ترکي په مشن کې د پاکستان کردار ته اهمیت ورنکړو.

رپورټ وايي تېره هفته د نېټو د سر مشرانو په غونډه کې د ترکي صدر رجب طېب اردوان وویل د کابل هوايي ډګر د امنیت په لړ کې به د هنګري او د پاکستان ځواکونه د ترکي مرسته کوي.

د انتالیا د غونډې په موقع د ترکي خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو وویل د کابل هوايي ډګر فعالیت او امنیت نه یوازې د افغانستان دپاره بلکې د ترکي په شمول د نورو ملکونو سفارتي هلوځلو دپاره اهمیت لري.

طالبانو ویلي د کابل هوايي اډې د تحفظ په لړ کې یې ترکي د خپل مخالفت نه خبر کړی دی. طالبان وايي افغانان په هېواد کې د هوايي اډو د امنیت صلاحیت لري.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل صدر اردوان وزیراعظم عمران خان ته د افغانستان په موضوع غونډه کې د شرکت بلنه ورکړې ده.