شاته

د ملګرو ملتونو متخصصین: کلیساو کې دې د ماشومانو نه ناوړه ګټه اخیستنه بنده شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د متخصصینو یوې ډلې د واتیکان نه غوښتي چې د مسیحي کاتولیکانو په کلیساو او ادارو کې د ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې د بندولو لپآره دې اقدام وکړي.

دغو کارپوهانو نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولي۳۱) ویلي، " د سپیڅلي بحر نه غواړو چې په کاتولیک ادارو کې د ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټه اخیستل بند شي او د بیا پیښیدو مخه دې ونیول شي او ډاډ دې ورکړل شي چې هغوي چې دا کار کوي، حساب کتاب به ورسره کیږي او قربانیانو ته به تاوان ورکول کیږي."

د بشري حقونو دغو څلورو متخصصینو چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب نه غږیږي خو خپل راپور او تحقیقات یې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي، ویلي چې دا غوښتنه یې په یو لیک کې د اپریل په میاشت کې د واتیکان نه کړیده.

د بشري حقونو د متخصصینو په لیک کې چې نن خپور شوی ژوره اندیښنه ښودل شوې چې په نړۍ کې د کاتولیک فرقې د کلیساګانو په څو غړیو دا تورونه پورې شوي چې د ماشومانو نه یې ناوړه جنسي ګټه اخیستې.

په لیک کې همدارنګه د کلیسا په هغو اقداماتو خواشیني ښودل شوې چې د ناوړه جنسي ګټې اخیستونکو، د هغوي د جرمونو د پټولو، د ناوړه جنسي ګټې اخیستو د تورنو کسانو سره د حساب کتاب په مخکې د خنډونو پیدا کولو او قربانیانو ته د تاوان نه ورکولو لپاره اخیستل شوي.

دې متخصصینو ویلي چې د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې د تورنو کسانو سره د حساب کتاب او قربانیانو ته د تاوان ورکولو په بهیر کې د قانوني اقداماتو په مخکې په دوامداره توګه خنډونه پیدا شوي.

دوي د واتیکان نه غوښتي چې د قانون د حاکمیت د ادارو سره دې په هغو هیوادونو کې چې په کلسیاګانو کې د ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګتې اخیستنې په هکله تحقیقات کوي، په بشپړه توګه همکاري وکړي.