شاته

چین: امریکا تایوان ته د واکسین په ډالۍ کولو زمونږ کورنیو چارو کې لاس وهي 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو تایوان ته د کروناویروس د ۲.۵ میلیون دوزه واکسین په ډالۍ کولو سره د چین په داخلي چارو کې مداخله کړې ده.

امریکا د یکشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) د کروناویروس ضد د مودرنا شرکت ۲.۵ میلیون دوزه واکسین تایوان ته وسپارل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان، د دوشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "متحده ایالات هڅوو چې د واکسین له مرستۍ څخه د سیاسي غولونې او د چین په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره ګټه وانخلي ."

په تایوان کې د روان کال د مۍ میاشتې راهیسې د کروناویروس مثبتې پیښې په زیاتیدو دي او دغه خودمختاره ټاپو چې چین یې خپله خاوره ګڼي د کروناویروس ضد واکسین په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار جیک سولیوان، په څرګندونو غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، که چین د کروناویروس د منشا په اړه په پلټنو کې همکاري ونکړي د نړیوالې انزوا سره به مخامخ شي.

ښاغلي ژاو وویل: "دغه څرګندونې څرکند باج اخیستل او ګواښ دی. دغه څرګندونې په کلکه غندو او مخالف یې یو او هیڅکله به یې ونه منو."

چین د کروناویروس د منشا په اړه د پلټنو په هکله سخت حساسیت لري، ځکه یوه نظریه داده چې ګواکې دغه ویروس د چین ووهان ښار د لابراتوارونو څخه بهر ته خپور شوی دی او ددغې وژونکې وبا سبب شوی دی.