شاته

عمران خان: طالبانو سره د ائتلافي حکومت پرته، افغانستان د کورنۍ جګړې د خطر سره مخ کیږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د افغانستان نه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید په افغانستان کې سیاسي موافقه وشي او داسې حکومت جوړ شي چې طالبانو ته پکې برخه ورکړل شوې وي.

ښاغلي خان د اکسیسوس د ویب سایټ سره په مرکې کې چې یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۱) ناوخته خپره شوې، ویلي " په افغانستان کې سیاسي موافقه د ائتلافي حکومت د جوړیدو معنی لري. داسې حکومت چې طالبان او نورې ډلې پکې شاملې وي. د حل بله لار نشته. "

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې ټاکل شوې ټول امریکایي ځواکونه د همدې ۲۰۲۱ کال د سپټبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي.

د پاکستان صدراعظم پداسې وخت کې په افغانستان کې په حکومت کې د طالبانو د شریکولو خبره کوي چې په دوحې کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د مرکچیانو خبرو اترو هم کومه ښکاره نتیجه نده ورکړې او په افغانستان کې جګړو هم زرو اخیستی.

عمران خان د اکسیوس سره په مرکې کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو په هکله د اندیښنې تر څنګ ویلي، " که طالبان د بري (بشپړ واک) په لټه کې شي، دومره وینې به توی شي چې باور به یې نه کیږي. اجازه راکړئ ووایم چې د افغانستان نه پس که بل کوم هیواد ډیر زیان ګوري، هغه به پاکستان وي."

د عمران خان د دې څرګندونو نه وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د طلوع ټلویزیون سره په مرکې کې ویلي وو که د افغانستان ستونزه د خبرو اترو او سیاسي هلو ځلو د لارې حل نشي، د کورنۍ جګړې خطر ډیریږي.

د امریکا حکومت پلان لري چې د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تروریزم ضد د مبارزې او د افغانستان د قلمرو د څارنې ماموریت ولري څو د افغانستان نه په امریکا او متحدینو یې د برید لپاره ونه کارول شي.

امریکا د دې ماموریت د پر مخ بولو لپاره د افغانستان په ګاونډیو هیوادنو کې نظامي اډې ته اړتیا لري.

د همدې میاشتې په سر کې داسې آوازې خپرې شوې چې ګواکې پاکستان پخپلې خاورې کې امریکا ته د اډې په ورکولو موافقه کړې خو صدراعظم عمران خان پدې تازه مرکې کې ویلي چې امریکا ته اډه نه ورکوي.

ښاغلي خان ویلي، " هیڅ امکان نلري چې مونږ دې امریکا ته اډه ورکړو. مونږ په سولې کې شریک یو خو په جګړې کې نه یو. "

د افغانستان د حکومت تر څنګ نړیواله ټولنه هم پدې قانع ده چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې پاکستان مهم نقش ادا کولی شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څه موده وړاندې د جرمني د شپیګل مجلې سره په مرکې کې په پاکستان تور پورې کړی و چې د طالبانو "سیستوماتیک ملاتړ" کوي او دا ې هم ویلي و چې طالبان د پاکستان نه د لوژستیکي او مالي مرستو د تر لاسه کولو تر څنګ، دا ډله په هماغه هیواد کې جلب او جذبیږي. خو پاکستان دا تورونه نه مني.