شاته

پښتونخوا کې 6.1فيصده کسانو ته د کرونا ضد ويکسين لګول شوي دي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې يي شپږ اعشاريه يو (6.1) فيصده خلکو ته کرونا ضد ويکيسن لګول شوي دي، د صحت چارو کاروپوهان وايي د کرونا وبا خورېدو مخه نيولو د پاره ضروري ده چې 80 فيصده ابادۍ ته کرونا ضد ويکسين ولګول شي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي خلکو ته د رسېدو د پاره د کرونا ويکسين مرکزونه زياتوي او موبايل سنټرې هم فعاله کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د شمېرو ترمخه تر ټولو زيات 13 فيصده ويکسين د 60 کالو نه تريو 69 کالو عمر کسانو ته لګول شوي دي.

د وي او اې ډېوه سره شريکو کړی شوو شمېرو کې په مجموعي توګه ښودل شوي چې په صوبه کې شپږ اعشاريه يو فيصد تنانو ته د ويکسيونو يو يا دواړه ستنې لګول شوي دي. په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زيات ويکسين په چترال او تر ټولو کم په شمالي وزيرستان کې لګول شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د صوبې د ډاکټرانو د اتحاديي مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي د ويکسينو لګولو عمل ډير په قلاره روان دی اکثره له خلک د بې بنياده افواه ګانو له وجې د ويکيسن لګولو نه ډډه کوي.

نوموړي وويل دې وايرس د خورېدو مخه نيولو د پاره ضروري ده چې 80 فيصده ابادۍ ته دې ويکيسن ولګول شي.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تيمور سليم جهګړا ويلي په 20 جون په صوبه کې 192 د کرونا کېسونه رپورټ شوي او اووه کسانو د دې وبا نه ژوند دلاسه ورکړی دی.

تيمور سليم جهګړا په ټوېټر ليکلي د مثبتو پېښو کچه يو اعشاريه يو فيصد ته راکوزه شوې، د دريمې څپې تر ټولو کمه کچه ده او په هسپاتولونو کې د مريضانو شمېر هم تر ډيره حده کم شوی دی.

څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا حکومت د کرونا په اړه وياند ډاکټر اکرام خان ډيوه ته ويلي وو ، د ويکسيونو د پاره يي 500 مرکزونه د وړاندې نه پرانستي دي او 300 نور په نزديو ورځو کې پرانيزي او 45 مویايل سنټرې يي هم جوړې کړي دي چې ورسره به د کرونا ضد ويکسينو لګولو عمل نور هم ګړندی شي.

د پاکسان د کرونا مخنيوي او څار دپاره جوړې کمېټۍ د شمېرو ترمخه په 20 جون دوه لاکه 26 زره تنانو ته ويکيسن لګول شوي او ټول يو کروړ 29 لکه نه زياتو خلکو يو يا دوه د کرونا ضد ستنې لګولي دي.

خو د صحت د چارو کارپوهان وايي د 207 ملينه نه زياتې ابادۍ په ملک کې د ويکيسنو دا شرح ډېره کمه ده او د وبا څلورمه څپه هم امکان لري کومه چې به د دريمې څپې نه ډيره مرګونې وي.