شاته

سياستوالو د عثمان کاکړ مړينه قامي تاوان بللی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان د مشر عثمان کاکړ مړينه سياستوالو قامي تاوان بللی او د خفګان څرګندونه يې کړې ده.

عثمان خان کاکړ نن د ګل په ورځ (21 جون) د کراچۍ په يو شخصي روغتون اغاخان کې په حق رسېدلی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان ويلي د عثمان کاکړ په ملک کې د جمهوريت، په ملک کې د قانون د سرلوړۍ او انساني حقونو لپاره د غږ اوچتولو پوره حق ادا کړی، نن پاکستان او په ځانګړې ډول پښتون قام د پياوړي اواز څخه محرومه شو.

اسفنديارولي خان په ټوېټر ويلي عثمان کاکړ د زده کړو د وخت څخه تر اخري وخته تکليفونه زغملي او د خپلې نظريې سره کلک ولاړ پاتې شوی دی.

د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بهټو زرداري د عثمان کاکړ په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي عثمان کاکړ په پارليمان کې يو پياوړی غږ وو. د هغه اولسي خدمات او په ايوان کې د هغه کردار به کله هم هېر نه شي.

د مسلم ليګ ن مرکزي مرستياله مشرې مريم نواز شريف ويلي د جمهوريت يو پياوړی غږ او د اولسي خپلواکۍ د مبارزې د لومړي صف سپاهي عثمان کاکړ رانه ډېر ژر بېل شو.

مريم نوازشريف ويلي د لالا عثمان د کورنۍ سره غمرازي کوي او د هغه سره ليدنې او خبرې به تل يادې ساتي.

د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي عثمان کاکړ به تل د جمهوريت خوښو د لومړي صف په مشرانو کې ياد ساتل کېږي.

د هغه په پارليمان کې د پياوړي غږ څخه جمهوري قوتونو ته حوصله ترلاسه شوې او پي ډي اېم د يو نه ويرېدونکي مشر څخه محرومه شو.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو ويلي د عثمان کاکړ په ناڅاپي مړينه سخت خفه شو. نوموړي په ټوېټر ويلي عثمان کاکړ د پياوړې ارادې قام پرست مشر ؤ او تل يې په پوره شوق او جذبې سره د خپلې صوبې د اولس لپاره هڅې کړې دي. په سېنېټ کې به د هغه کارکردګي تل ياده ساتل کېږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​