شاته

حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکا افغانستان ته تندروۍ د ختمولو او په جنګ ځپلي هېواد کې د استحکام دپاره راغلې وه خو نزدې د شلو وروسته په دواړو مقاصدو کې ناکامه شوې ده.

افغان صدر اشرف غني د صدر جوبایډن لخوا افغانستان نه د د ځواکونو د اعلانه وروسته ویلي وو چې د امریکا د صدر د اعلان هرکلی کوي او ویلی یې وو چې افغان ځواکونه صلاحیت لري چې د افغانستان او د ولس یې دفاع وکړی شي.

په افغانستان کې د امریکايی مقاصدو په اړه خبرې حامد کرزي په داسې وخت کړي دي چې وايټ هاوس وايي افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د مصالحېعالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د دې اوونۍ په اخېره کې د امریکا سفر کوي او په وایټ هاوس کې به د صدر جوبایډن سره ویني.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې بایډن د افغان مشرانو «هرکلي کولو ته سترګې په لاره» دی او هغویته به دا یقین ورکړي چې د پوځیانو د راوتلو سره به له جګړه ځپلي افغانستان سره د امریکې سفارتکاري، اقتصادي، او بشري ملاتړ/مرستې جاري وي.

د خبري ادارې ای پي سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ په مرکه حامد کرزي وویل چې دا وخت انتهاپسندي افغانستان په لوړ مقام ده اونړیوال ځواکونه شاته یوه تباهي پرېږدي.

حامد کرزي وویل چې نړیوال ځواکونه شل کاله وړاندې په ښکاره مقصدونو سره افغانستان ته د تندروۍ په خلاف د جګړې او استحکام راوستلو د پاره راغلي وو خو نن تندلاریتوب په لوړه کچه موجود دی، دوي ناکامه شوي او په برخه یې یواځې جنګ ځپلي قام اوبدنامي رسېدلې ده.

هغه وویل مونږه ټول افغانان خپله ناکامي تسلیموو خو نړیوال قواوې چې له کوم خاص مقصد لپاره دلته ( افغانستان) راغلي وو نو پوښتنهیې وکړه چې دوي اوس مونږه په څه حال کې پرېږدي. په مکمله توګه بدنامي او تباهي، کرزۍ وویل

حامد کرزي د چا چې د صدارت په دیارلس کلنه موده کې د امریکا سره د نړیوالو ځواکونو د افغانستان نه د پرېښودو په سر اختلافونه وو، دمرکې په وخت وویل چې

مونږه به د نړیوالو ځواکونو په غېر موجودګۍ کې په ښه حالت کې یو او د حامد کرزي په خیال مونږه له به د خپل هېواد دفاع او د خلکو دژوندونو حفاظت کول وي.

حامد کرزي وول چې د دوی ( نړیوالو) په موجودګۍ کې مونږه خپل د تکلیف ژوند جاري نه ساتل غواړوو او دا به د افغانستان سره ښېګړه وي چې دوي افغانستان پرېږدي.

حامد کرزۍ په افغانستان کې په کال 2001 کې د طالبانو د واک له نسکوره کېدو وروسته صدر جوړ شوی وو، نړیوالو د القاعده نېټ ورک او دترهګره ډلې مشر اسامه بن لادن تباه کولو لپاره اپرېشن پېل کړی و چې د یولسم سېپټمبر د حملو ذمه واري یې منلې وه.

د امریکا صدر جو بایډن د اپرېل په میاشت کې د افغانستان نه د خپلو ځواکونو راوېستلو د اعلان په وخت ویلي دي چې امریکا د اهدافوحاصلولو وروسته افغانستان پرېږدي، القاعده یې کمزورې کړی، بن لادن یې وژلی او په افغانستان کې اوس د امریکايي عسکرو د موجودګۍ ضرور نشته چې ترهګر ګوښونو سره جګړه وکړي.

امریکا تر اوسه هڅې کوي چې د لسیزو د جنګ سیاسي حل راوباسي، په دې لړ کې یې په فرورۍ کال 2020 کې د طالبانو سره یوهلوظنامه هم لاس لیک کړې ده چې پکې طالبانو لوظ کړی چې د نړیوالو ځواکونو د وتو وروسته به افغانستان کې د ترهګره ډلو سره اړیکېپرېکوي او افغانستان به دې ته نه پرېږدي چې دغه خاوره په امریکا د برېدونو د پاره استعمال کړي.

ملګرو ملتونو او ځینو امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د نړیوالو ترهګرو سره اړیکې ساتلې دي.

د دې ترڅنګ طالبانو په افغانستان کې حملې هم زیاتې کړي دي او امریکايي چارواکو په دې زیاتیدونکي تشدد تشویش هم څرګند کړی دی.