شاته

دفاع وزارت وايي، د تخار دوې ولسوالۍ یې بیرته له طالبانو ونیولې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بیرته له وسله والو طالبانو څخه ونیولې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو د یادو ولسوالیو د تصفیې لپاره هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي وو.

نوموړي زیاته کړه چې د بنګي او خواجه غار ولسوالیو د بیرته نیولو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې کره ارقام ورنکړل.

د فواد امان په وینا د دغه عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ په دې وروستیو کې تر پراخو بریدونو وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې وې او افغان ځواکونو د ولسوالیو له مرکزونو څخه تکتیکي شاتګ کړی و.

د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړې چې د دغه ولسوالیو په بیرته نیولو کې د سیمې ولسي پاڅونوالو هم مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو نن تازه په بلخ ولایت کې شولګرې او دولت اباد او د بغلان ولایت دوشي او جلګې ولسوالیو مرکزونو د نیولو ادعا کړې ده.

بلخوا ویل کیږي چې جګړه د تخار مرکز تالقان ښار څنډو ته رسېدلې ده. خو دفاع وزارت ویلي چې د مرکز تالقان اړوند ابدال او قره پرچو سیمو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت ویلي چې د تخار پر مرکز د طالبانو د بریدونو د دفعه کولو په هدف دغه ولایت ته کمانډو ځواکونه رسېدلي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.