شاته

د خوست هوايي ډګر ته لومړنی نړیوال پرواز

د ملکي هوايي چلند اداره وايي خوست ولایت نوي جوړ شوي هوايي ډګر ته د لومړي ځل لپاره د الوتکې نړیوال پرواز وشو.

د یادې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې نږدې ۹۰ مسافر له متحده عربي اماراتو نه د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې په واسطه د خوست هوايي ډګر ته ولېږدول شول.

صالحي وویل: "د خوست هوايي ډګر په معیاري ډول جوړ شوی او په پام کې ده چې بهرني هوايي شرکتونه هم په نږدې راتلونکي‌ کې دغه ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړي."

د خوست ولایت اوسېدونکو نن د دغه ولایت په هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت طیارې د کېناستو هر کلی وکړ او په دې اړه یې خوښي وښودله.

د خوست هوايي ډګر
د خوست هوايي ډګر

د خوست ولایت د هوايي ډګر کار په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوی و. په پام کې ده چې په راتلونکو اونیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا پر دغه ډګر د یو میلیارډ او ۸۸۹ میلیونو افغانیو لګښت راغلی چې پانګه یې د همدې ادارې له خوا برابره شوې ده.

له دې مخکې د کابل نه د خوست هوايي ډګر ته د باختر شرکت له خوا کورنۍ الوتنه ترسره شوې وه.

د ملکي هوايي چلند اداره په دې باور ده چې خوست کې د هوايي ډګر جوړېدنه به د خوست او نږدې ولایتونو کې د لېږد رالېږد اسانتیاوو برابرولو تر څنګ اقتصادي وده رامنځ ته کړي.