شاته

افغانستان کې د کرونا وبا تازه پېښو کې ۷۸ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۴۷ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ کسان مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۵۷۴۹ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۲۹۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۶۷۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح تیره وویل چې کرونا ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی او د روغتیایي ادارو مسؤولین دې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۸میلیون او ۲۰۲زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۶۰زره کسان مړه شوي دي.