شاته

د افغانستان د تکواندو دوو لوبغاړو نړیوالو سیالیو کې د برونزو مدالونه وګټل

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم دوو لوبغاړو د بیروت په نړیوالو لوبو کې د برونزو مډالونه وګټل.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد په دې اړه نن دوشنبه جون ۲۱ غبرګولې ۳۱ امریکا غږ ته وويل چې فرزاد منصوري او حسین لطفي په ۷۴ او ۶۸ کېلوګرامه وزنونو کې خپل سیالان مات کړل.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه: "فرزاد منصوري د ازبکستان او فلسطین لوبغاړي مات کړل خو د بل ازبک سیال نه یې ماتې وخوړله. حسین لطفي خپل پاکستانی سیال مات خو د ایراني سیال یې ماتې وخوړه."

د اسیا د تکواندو لوبې د ۴۴ اسیایي هیوادونو نه ۲۶۹ لوبغاړي راټول کړي او د لبنان په بیروت ښار کې سره لوبیږي.

په روانې اونۍ کې دا دویم ځل دی چې افغان ملي لوبغاړي له نړیوالو لوبو ویاړونه ګټي.

دوه ورځې مخکې افغان لوبغاړي محسن رضایي افغانستان ته د سرو زرو مډال وګټه.

د افغانستان په وروستي تاریخ کې دا لومړی ځل و چې دغه هیواد په نړیوالو لوبو کې د سرو زرو مډال وګټی.