شاته

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې هندي ‌‌‌‌‌‌ډول کرونا ویروس زیات خپور شوی

‎افغانستان کې په کرونا ویروس ورځ بلې ته د زیاتو مثبتو پېښو د ثبتېدو ترڅنګ د ویروس د ‌‌‌‌‌‌ډولونو د ګواښونو په اړه اندېښنې.

‎د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د دغه ویروس بېلابېل ‌‌‌‌‌‌ډولونه اعلان کړي.

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې دغه سازمان چینایي، برازیلي، افریقایي، بریتانوي یا الفا تو، دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروسونه تشخیص کړي دي.

‎د روغتیا نړیوال سازمان د یوناني الفبا په تورو باندې ځکه دغه ویروسونه نومولي چې له یادو هېوادونو دغه ویروسونه خپاره او دوی د خپلو هېوادونو د نومونو په یادېدو غبرګونونه وښودل.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبره، که هم څه په افغانستان کې د دغو ویروسونو بېلابېل ‌‌‌‌‌‌ډولونه خپاره شوي، خو د دوی د طبي څېړنو له مخې تر ټولو زیات دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس باندې خلک اخته شوي دي.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو بستر شوی اخته ناروغ
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو بستر شوی اخته ناروغ

‎د دغه وزارت چارواکي وایي، که څه هم د ووهان او بریتانوي کرونا ویروسونو ترمنځ په اعراضو او علایمو کې زیات توپیر نه‌شته، خو د دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس په چټک ‌‌‌‌‌‌ډول خپرېږي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علی‌زی وايي: "دا ویروسونه د نښو نښانو او وخامت له اړخه یو څه توپیر لري، د بریتانوي یا الفا ویروس او وهان ویروس ترمنځ د تبې او ټوخي په فیصدۍ کې لږ توپیر شته، خو د ګواښ له اړخه دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول بیا تر ټولو ګواښوونکی دی، چټک خپرېږي او وخیم حالت لري."

‎د ښاغلي علي‌زي په خبره، په ټوله نړۍ کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه ووهان ویروس زیات خپور شوی او د ‌‌‌‌‌‌ډېریو مثبتو پېښو لرونکي کسان هم په همدې ‌‌‌‌‌‌ډول اخته شوي دي.

‎د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د سرویلانس شمېرې ښیي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس تر ټول زیات اخته کسانو عمر له ۲۰ تر ۴۰ کلونو پورې دی.

‎د یاد وزارت چارواکي د دغه ویروس د ډېر خپرېدو یوازنی دلیل د خلکو له لوري د روغتیایي لارښوونو نه‌مراعتول بولي او ټینګار کوي چې باید ټول خلک سپارښتنې په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول په پام کې وساتي.

د کابل افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
د کابل افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴،۶۲۹ مشکوکو کسانو ټسټونه شوي چې له دې شمېره د ۱،۸۴۷ کسانو د تسټونو پایلې مثبت تشخیص شوي.

‎۶۷۰ تنه بېرته رغېدلي او او ۷۸ کسان ترې مړه شوي دي.

‎په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر دې دمه ۱۰۵ زره او ۷۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او د مړو شویو شمېر هم ۴،۲۹۳ تنو ته ورسېد.