شاته

"اسامه شهيد دی"، شاه محمود قرېشي دې پوښتنې ته څه ځواب ويلی؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي نه پوښتنه شوې چې د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته د پاکستان وزيراعظم عمران خان شهيد ویلي، قرېشي ویلي د عمران خان دغه خبره په رسنیو په بدل انداز وړاندې شوې وه.

د افغانستان د طلوع نيوز کوربه په مرکه کې د قرېشي نه پوښتنه کړې د هغه (قرېشي) په نظر اسامه شهيد دی؟،

قرېشي د يوې شېبې غلي کېدو وروسته ويلي،"زه به د دې خبرې نه مخکې تير شم".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په جون 2020 کې په قومي اسمبلۍ کې په يوه وينا کې ویلي وو،

"دوه پېښې زمونږ د پاکستانیانو لپاره ډېرې د شرم وړ دي، یوه دا چې امریکایان راغله په اېبټ آباد کې یې اسامه بن لادن وواژه شهید یې کړو، بیا ټولې نړۍ مونږ ته بد رد ویل یعنې زمونږ اتحادي راځي زمونږ په هېواد کې څوک وژني او مونږ خبروي هم نه".

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په دغه بیان هغه وخت هم سختې نيوکې شوې وې چې اسامه بن لادن ته يې شهيد ويلي دي، او د پاکستان په دغه دریځ پوښتنې راولاړې شوې چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي.

اسامه بن لادن د کال 2011 په دوېمه مې د امریکې ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملياتو کې وژلی وو.

پاکستان په کال 2003 کې القاعده لاقانونه ډله ګرځولې وه.