شاته

د افغانستان د آینده نظام د څرنګوالي په اړه، د طالب مشر ملا برادر تازه څرګندونې

د افغانستان د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر په یوې تازه څرګندونې کې کوشش کړی عالمي ورورولي ته دا قناعت ورکړي چې هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته، د دوی په وینا «واقعي اسلامي نظام د افغانانو د ټولو ستونزو د هواري تر ټولو ښه وسیله» ده او طالبان د افغانستان په آینده نظام کې د ښځو او نارینه و ټولو حقونو ته، په شمول د بیان آزادي (اظهار رآی) او تعلیم ته ژمن دي.

طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو مضمون چې لیکوال یې ملا عبدالغني برادر ښودل شوی، په پنځو ژبو (پښتو، فارسي، اردو، عربي او انګریزي) خپور کړ. په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی، "څرنګ به یو با ثباته، مستحکم، او پرمختللی افغانستان ولرو؟"، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي چې دوی (طالبان) په افغانستان کې د روانې غمیزې ختمېدل غواړي، خو لاره یې د هغه په وینا، دا ده چې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د لوظنامې پاتې برخې عملي شي، د دوی بندیان دې خوشې شي، او د مشرانو نومونه دې هم له تورو او جایزه لېستونو نه وایستل شي.

ملا برادر په دې ټینګار کړی دی چې افغانستان ته د یو «واقعي اسلامي نظام» راتلل، ګني د ټولو افغانانو غوښتنه ده او افغانان «هېڅ ډول اختلاف په کې نلري». مګر د طالبانو دې مشر بیا هم واضحه کړې نده چې د واقعي اسلامي نظام نه د دوی مقصد څه دی، او آیا نظام او مشران باید پخپله خلک وټاکي او که یوازې دیني عالمان. خو دا یې بیا ویلي چې پوهېږي د آینده نظام د ډول او څرنګوالي په اړه پوښتنې شته خو «د دغسې پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې دا په بين الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري»

په دې لیکنه کې ملا عبدالغني برادر زیاته کړې ده چې نړېوالو ته هم ضرورت دی چې په افغانستان کې «یو مستحکم اسلامي نظام» ټینګ شي.

د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو نایب مشر ویلي چې دوی په آینده کې د ښځو او نارینه و اظهار رأی، تعلیم او نورو حقونو ته د اسلام او افغاني پسندیده رواجونو په رڼا کې ځانونه ژمن ګڼي او د ښځو تعلیم او کار دپاره به مناسب ماحول او سهولیات برابریږي.

په افغانستان کې د سیاسي چارو څېړونکی او د باور غورځنګ مشر، نجیب الله آزاد وایي چې د ملا برادر دا تازه څرګندونې «یوازي تبلیغاتي بڼه» لري:

په عمل کې د تشدد زیاتېدل

د طالبانو نایب مشر ملا عبدالغني برادر په داسې حال کې د غمیزو او جګړو د ختمېدو او د خلکو د حقونو په اړه خبرې کړي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او طالبانو په تېره یوه شپه و ورځ کې د لږ تر لږه پنځلسو (۱۵) ولسوالیو د قبضه کولو دعوه کړې ده.

د تېرې شپې راهیسي په تخار، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې چې د افغانستان په شمال کې پراته دي، جنګونه تېز شوي او تازه رپوټونه وایي چې اوس د جګړې لمن د فاریاب سرښار مېمنې څنډو ته هم رسېدلې ده.

بل اړخ ته له هېواده بهر د طالبانو او افغان ریاست ترمنځ د امن خبرې هم په عمل کې تر اوسه کومه نتیجه نده ورکړې او طالبانو د افغان حکومت، ملګرو ملتونو، نورو نړېوالو تنظیمونو او بهرنیو هېوادونو دا غوښتنه چې ډزبندي دې وکړي، نده منلې.

په ورته وخت کې امریکا او د نېټو اتحادیان په دې لګیا دي چې د سټمبر د ۱۱ نیټې له رارسېدو وړاندې، خپل ټول پوځیان له افغانستانه راوباسي، او دا اندېښنې هم څرګندې شوي چې د خارجي قواوو په راوتلو، افغانستان یو ځل بیا د داخلي جنګونو په اور ونه سوځي.

په دوحه کې چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه تر اوسه پر مخ نده تللې، ذمه واري یې تر زیاته حده په طالبانو اړول کیږي.

منتقدین وایي طالبانو تر اوسه د سولې دپاره کومه منصوبه نده وړاندې کړې او خپل دا دریځ یې هم ندی روښانه کړی چې دوی څه ډول د حکومتدارۍ نظام غواړي؟ همدا راز د اقلیتونو او د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تګلاره واضحه نده، ځکه د دوی د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال اقلیتونه او ښځې له زیاتو بنیادي حقونو بې برخې پاته و.

کله چې د وضاحت غوښتنې دپاره د طالبانو د ویاند محمد نعیم سره رابطه وشوه، نو هغه وي او اې ته وویل چې طالبانو همیش د ښځو حقونو ته «چي اسلام دوی ته ورکړي او د افغاني دود و رواجونو سره مطابقت لري» درناوی کړی دی. د طالبانو منتقدین بیا وایي چې دا ډله دیني احکام، په سخت دریځۍ سره تفسیر کوي.

د افغانستان د فلم جوړولو سرکاري ادارې (افغان فلم) مشره او د سینما هدایتکاره صحرا کریمي وایي د مذاکراتو دواړه اړخونه باید نرمښت وښایي او جوړجاړی وکړي، خو زیاتوي: «د جوړجاړي او په مقابل اړخ باندې د یو څه جبري قبلولو ترمنځ یو فرق شته. که هغوی (طالبان) وغواړي چې د ښځو په حقونو سترګې پټې کړي، نو بیا به سولې نه وي.»