شاته

امریکا تایوان ته د کرونا ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین ورکړل 

د امریکا متحدو ایالتونو له تایوان سره د «مودرنا» د کرونا ویروس ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړه او دا مرسته نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) تایوان ته ورسېده.

دا واکسینونه د چین د کارګو په یوې الوتکې کې تایوان ته انقال شول. د تایوان د عامې روغتیا وزیر چېن شي-چونګ او په دغه هېواد د امریکا د انستیتوت مشر برینټ کرسټېنسن د دغه واکسین د ترلاسه کولو لپاره هوايي ډګر ته تللي وو.

ښاغلي چونګ وویل چې تایوان له سختې وبا سره مخامخ دی او امریکا په سخت حالت کې له تایوان سره خپله ملګرتیا وښوده. هغه وویل: «کله مې چې ولیدل له الوتکې څخه دا واکسین ښکته کېدل، زیات خوشحال شوم.» د واکسین په ځینو صندقونو باندې د امریکا بیرغ هم نښلول شوی و.

واکسین داسې مهال تایوان ته رسېدلی چې په دې وروستیو کې هلته د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي. تایوان ټولټال ۲۴ میلیون نفوس لري او تر دې دمه په کې د کرونا له کبله ۵۴۹ کسان مړه شوي دي. د کروناویروس د پیل په ورځو کې شاوخوا ۱۰ تنه مړه شوي وو.

اسوشیتډپرس وايي چې امریکا دغو مرستو ته په چین باندې د یو ډول فشار په سترګه هم کتل کیږي. چین تایوان خپل قلمرو ګڼي. د امریکا متحده ایالتونه د «یو-چین تګلارې» په اساس له تایوان سره رسمي دپلوماتیکې اړیکې نلري، خو د خپلو قوانینو په اساس په حقوقي لحاظ ژمنه ده چې ډاډه شي تایوان د ځان دفاع کولای شي.

په تایوان کې د امریکا د انستیتوت مشر کرسټېنسن وویل: «دا واکسین له تایوان سره د امریکا د ژمنو ثبوت دی. تایوان د نړۍ د دموکراتیکو هېوادونو د کورنۍ غړی دی.»

امریکا تېره میاشت ژمنه وکړه چې تایوان ته به ۷۵۰زره ډوزه واکسین ورکوي خو د ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین په ورکولو سره دا شمېره تقریبآ درې برابره شوه. تایوان د «مودرنا» ۵.۰۵ میلیون ډوزه واکسین فرمایش ورکړی و چې تر دې دمه یې یوازې ۳۹۰زره ډوزه ترلاسه کړي دي.

د تایوان ولسمشر ویلي وو چې امریکا پرېکړه کړې له تایوان سره به د کرونا ویروس واکسین مرستې زیاتوي.

تایوان په چین تور لګولی چې نه یې پرېږدي د «فایزر» واکسین ترلاسه کړي. د تایوان قانون حکومت ته اجازه نه ورکوي چې په چین کې جوړ شوي درمل وارد کړي.

د امریکا تر متحدو ایالتونو مخکې جاپان هم څو اونۍ مخکې تایوان ته د «استرازینیکا» ۱.۲۴ میلیون ډوزه واکسین ورکړي وو. تایوان د «استرازینیکا» واکسین ۱۰ میلیون ډوزه فرمایش ورکړی چې لا یې زیاته برخه نه ده ترلاسه کړې.