شاته

سپینه ماڼۍ: بایډن د غني او عبدالله سره ګوري

سپینې ماڼۍ واشنګټن ډي سي ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د شورا د مشر عبدالله عبدالله د راتګ خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې ولسمشر بایډن به د را روانې جمعې په ورځ د جون ۲۵ ښاغلیو غني او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې، چې نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) خپره شوه، راغلي دي په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

اعلامیه وايي: «د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.»

سپینه ماڼۍ وايي امریکا به د افغانستان له حکومت سره ډېر دخیل وي (ژورې اړیکې ولري) چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریګا ته ګواښ پېښ نکړي.

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې امریکا د سولې د روان بهیر کلکه ننګه کوي او «ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو» کې برخه واخلي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د راتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې، د مۍ په لومړۍ نیټه له دغه هېواد څخه د امریکا او ناټو د عسکرو وتل پیل شوي او په پام کې ده دا بهیر د روان کال د سپتمبر په میاشت کې بشپړ شي.

اخوا په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ خبرې لا هم بې نتیجې دي.

څو ورځې مخکې د ناټو مشر ینس سټولتنبرګ وویل چې د عسکر له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې ساتي.