شاته

جاني خیلو مړي سره اسلام اباد ته دلاریون تیارۍ پېل کړي

د بنو جاني خېل قبیلې مشران وايي په سیمه کې د دوئ دغوښتنو نه منل کیدو وروسته دوئ د وژل شوي قبایلي مشر مړی ځان سره اخلي اؤ اسلام باد ته یې دلاریون تیارۍ پیل کړې دي.

د جاني خیلو پرلت د یو ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته له تیرو درېوؤ اوونیو دوام لري.اؤ هغوي د وژل شوي تن دمړي تابوت هم په دغه پرلت کې اېښودلی دی.

احتحاج کوونکي نصیب خان ته دانصاف ترلاسه کیدو ترڅنګ په سیمه کې د امنیت دټینګښت غوښتنه کوي. او وايی دوئ سره چې د صوبې اعلا وزیر کومه ژمنه کړې هغه دې پوره کړي.

دې احتجاج کوونکو ته دتیر زیارت په ورځ د صوبې د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد هم د اعلا وزیر په استازیتوب ورغلی ؤ او دوئ ته یې د وینا پرمهال ویلي وؤ د دوئ ټولې غوښتې جایزې دي.

هغه په احتجاج د بوختو خلکو نه د صوبې اعلا وزیر ته دهغوئ دغوښتنو رسولو دپاره وخت غوښتی ؤ.

پرلت کوونکو ویلي وو که د صوبې اعلا وزیر د دوئ غوښتې په دوؤ ورځو کې و نه منلې دوئ نو دوئ به دمړي سره اسلام ته لاریون پیل کړي.

د جاني خیل قام یو مخور مشر ملک مویز پرلت ته د وینا پرمهال ویلي د دوئ غوښتې نه دی منل شوي او د صوبې د ټرانسپورټ وزیر د دوئ سره د ټیلي فون د لارې تماس نیولی او دغوښتو منل کېدو لپاره یې دنور پینځوؤ ورځو مهلت غوښتی.

هغه ویلي د تیرو درېوؤ اوونیو نه سره د مړي په احتجاج ناست دي اؤ یوه غوښتنه کوي چې د دوئ سره د صوبې اعلا وزیر د مارچ په میاشت کې کومه ژمنه په لیکلې بڼه کړې وه هغه دې عملي شي.

نوموړي ډيوه ته ویلي حکومت د دوئ دغوښتې منل کېدو په ځايې د معاملې ځنډولو نه کار اخلي.

هغه ویلي دلته مطالبې نه منل کیږي دوئ پریکړه کوي چې اسلام اباد ته دمړي سره لاریون پیل کړي او هغې لپاره یې تیارۍ پیل کړې دي.

نوموړي ویلي د دوئ لاریون ته لارې تړل شوي دادې پرانستل شي چې دوئ د احتجاج لپاره په پرامنه توګه اسلام اباد ته ورسي.

د صوبې اعلا وزیر محمود خان دجاني خیلو مشرانو سره د امنیت دټینګښت ژمنه په لیکلې بڼه تر هغې وروسته کړې وه چې د مارچ په 22مه په جاني خېلو کې د څلورو تنکيو هلکانو مړي ترلاسه شوي وؤ او بيا قوم احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ او په علاقه کې دغوښتنو نه منل کېدو څو ورځې وروسته يې اسلام اباد ته لاریون پیل کړی ؤ.

په 29 مارچ د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ويلي وؤ د جاني خېلو سره يې مذاکرات کامياب شوي او دغه لاريون بيرته ستون شوی ؤ.

د صوبې یو چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وویل د دوئ مطالبې د صوبې اعلا وزیر ته رسول شوي دي هغه د بجټ په غونډو کې مصروف دی او احتجاج کوونکو ته ویل شوي چې یو ډله دې راشي او پخپله دې دصوبې اعلا وزیر سره وویني.

خو دپرلت یو بل مشر ډاکټر ګل علم وايي دوئ به په احتجاج ناست وي او دوئ ته ویل شوی وؤ چې اعلا وزیر به دلته په سیمه کې د دوئ سره خبرې کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي که په هغه زړه معاهده عمل شوی ؤ نن به دوئ احتجاج ته نه وؤ ناست.

ګل علم وزیر پرلت ته ویلي دوئ تیاری نیسي د خوراک څښاک، ګاډو او دخیمو انتظام کوي او تر هغې وروسته به سره د مړي سبا یا بل سبا اسلام اباد ته روانیږي.

هغه ویلي دا به پر امن لاریون وي او هدف يې اسلام اباد دی خو که په لار کې ورته چرته هم خنډ جوړ کړی شو هم په هغه ځائ به پرلت وهي.

د ګل علم په خبره که د بنو پورې د دوئ غوشتنې ونه منل شوې بیا به دصوبې حکومت سره خبرې نه کوي او غوښتنې به نورې وي.

وایس اف امریکه ډیوه په دې اړوند د صوبې او بنو سیمې حکومتي چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

دبنو سیمې یوه امنیتي چارواکي ډیوه ته وویل دوئ سره خبره شوې، مطالبې اوریدل شوي اؤ دوئ ته ویل شوي چې مړی ښخ کړي، پرلت ختم کړي نو ملاقات به یې د صوبې اعلا حکومتي چارواکو سره وکړي.

هغه وویل لارې نه دي تړل شوې او د پرلت کوونکو د تحفظ لپاره کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.