شاته

په بشریت ضد جرمونو تورن رئیسي د ایران نوی ولسمشر شو

په ایران کې سخت دریځ محافظه کار ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شو.

رئیسې د ایران د قضا په ادارې کې په بیلا بیلو وختونو کې دندې کړي.

د بښنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایران د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس نه باید د "د بشریت ضد جرمونو" د تورونو په هکله تحقیقات وشي.

دې ادارې ویلي چې په تیرو دوه کالونو کې چې رئیسي د ایران د قضا د ادارې مشر و، د بشري حقونو د ځپلو مشري یې کوله او د ۱۹۸۸ د وژنو په خاطر باید ترې پوښتنې وشي.

د بښنې د نړیوالې ادارې مشر اګنیس کالامارد ویلي، " د بشریت ضد جرمونو، قتل، تري تم کیدنې او شکنجې په هکله د تحقیقاتو پر ځای، ابراهیم رئیس جمهور رئیس وټاکل شو. "

میرمن کالامارد همدارنګه ویلي چې په ایران کې معافیت په واک کې دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې رییسي د "مرګ د کمیسیون" غړي و او په ۱۹۸۸ کال کې د ایران د لوي څارنوال د مرستیال په توګه یې په پټه زرګونه مخالفین په زندانونو کې د محکمې د حکم پرته وژلي او یا تري تم کړیدي.

خو پخپله رئیسي وایي چې پدې قتل کې لاس نلري. هغه د ایران د اسلامي انقلاب مشر ایات الله روح الله خومینی وستایه چې د دې کسانو د له منځه وړلو لپاره یې یو یاداشت ورته ورکړی و.

د بښنې نړیواله اداره وایي چې ایراني چارواکو تر نن ورځې پورې د دې کسانو د سرنوشت او د جسدونو د ځای ځایګي په هکله معلومات په سیستوماتیکه توګه پټ ساتلي چې د بشریت ضد روان جرم بلل کیدی شي.

د ښاغلي رئیسي تر مشرۍ لاندې قضایه ادارې هغو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو ته معافیت ورکړی و چې سل ګونه سړي، میرمنې او ماشومان یې په غیرې قانوني توګه وژلي دي.

.د ایران سیاسي مخالفین چې اکثریت یې په بهر کې اوسیږي، د خلکو نه غوښتي و چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي.

.د ایران د مقاومت د ملي شورا مشرې مریم رجاوي ویلي چې په ټول ایران کې په انتخاباتو کې د خلکو مقاطعه د ایات الله خامنه اي په مشرۍ نظام ته "ستره سیاسي او ټولنیزه" ضربه وه.

نور غبرګونونه:

د ایران یو پخواني جمهور رئیس محمود احمدي نژان چې دا ځل په انتخاباتو کې د ګډون نه منع شوی و، هم په انتخباتو کې د نه ګډون پریکړه کړې وه.

هغه پدې کله په یو ویډیویي پیغام کې ویلي و، "نه غواړم د دې ګناه برخه اوسم"

خو د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي بیا دا انتخابات د "د دښمن د اجیرو مطبوعاتو د تبلیغاتو" پر ضد بری بللی.

بر حال جمهور رئیس حسن روحاني هم منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ته مبارکې ورکړې.

ښاغلي روحان ویلي، "د ملت خوښې ته مبارکي وایم"

حسن روحاني دوه دورې د ایران جمهور رئیس و او د واک موده یې د همدې کال د اګست په میاشت کې پای ته رسیږي.