شاته

کورنیو چارو وزارت: له طالبانو د ولسوالیو د بیرته نیولو پر پلان کار روان دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه سیمې او یا ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي د بیرته نیولو پر پلان یې کار روان دی.

طارق ارین نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولې ۳۰) رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلي چې حکومت په نوي جنګي وضعیت کې دی او په وینا یې وروستی پر مختګ او شا تګ د طالبانو د بریالي کېدو په معنا نه دی.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو تحرکات دفعه شوي او په کندهار، هلمند او کندز کې له ماتې سره مخ شوي او مرګ ژوبله یې نسبت افغان سرتیرو ته درې برابره زیاته ده.

ښاغلي آرین وویل: "زموږ امنیتي سرتیري په ګرمو سنګرونو کې ناست دي، اجازه نه ورکوي چې د هیواد کومه برخه د تل لپاره سقوط شي، هغه ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي موږ یې پلان او تدابیر سنجولي دي، د بیرته نیولو او طالبانو د ځپلو لپاره زموږ پرورګرامونه د اجراکېدو په حالت کې دي."

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د شااوخوا یوې میاشتې راپدېخوا د طالبانو لخوا د ګڼو ولسوالیو د مرکزونو د سقوط راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا طالبانو تازه نن یکشنبه په تخار، لوګر، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د اتو ولسوالیو د مرکزونو د نیولو ادعا هم کړې ده.

افغان امنیتي چارواکو د طالبانو لخوا د دغه نویو ولسوالیو د نیولو په اړه تبصره نه ده کړې.

افغان حکومتي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د ځینو ولسوالیو له مرکزونو څخه یې تکتیکي شاتګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ارګ لخوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول.