شاته

افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۳ کسان کرونا وبا مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۲۷ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولې ۳۰) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ کسان مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۳۹۲۱ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۲۱۵ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۵۲۶ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۶۴۴۴۹ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن شنبه د ځینو ولایتونو له روغیتايي مسؤلینو سره ناسته کې ویلي چې د کورونا ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی او د روغتیایي ادارو مسؤولین دې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د واکسین د عادلانه وېش په برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي، اړمنو او له ګواښ سره مخ وګړو ته دې لومړیتوب ورکړي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۸میلیون او ۲۰۲زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۶۰زره کسان مړه شوي دي.