شاته

اسرائیل: د ایران د نوي ولسمشر رژیم به د «وحشي جلادانو» رژیم وي 

اسرائیل په ایران کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د قاضي ابراهیم رئیسي ټاکنه غندلې او ویلي‌ دي چې دا به د «وحشي جلادانو» رژیم وي.

د اسرائیل نوی صدراعظم نفتالي بینیت د یکشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) وویل چې د نړۍ زبر ځواک هېوادونه باید د رئیسي له رژیم سره د نوې اتومي معاملې په اړه خبرې ونکړي.

ابراهیم رئیسي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو په لست کې دی، د اټکل سره سم په ایران کې د شنبې د ورځې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی اعلان شو.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیت چې تېره اونۍ واک ته ورسېده په خپلې لومړنۍ تلویزوني وینا کې وویل چې د ایران نوی ولسمشر د ازادو او عمومي انتخاباتو له لارې بریالی شوی نه دی،‌ بلکې د هغه په خبره د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنه يي پورته او بریالی کړ.

هغه وویل: «زه وایم د رئیسي ټاکنه اتومي تړون ته تر بیا ورګرځېدو مخکې، د نړۍ زبر ځواکونو لپاره وروستی چانس دی چې له خوبه رابیدار شي او پوه شي چې له چا سره معامله کوي.»

نوموړي په تلویزون کې خپله اعلامیه لومړۍ په «عبري» او بیا په انګلیسي ولوستله. هغه زیاته کړه: « د وحشي جلادانو رژیم ته باید اجازه ورنکړل شي چې د ډله ایزې تباهۍ وسلې ترلاسه کړي. په دې اړه د اسرائیل موقف نه بدلیږي.»

واشنګټن او د بشري‌ حقونو ډلې وايي چې ابراهیم رئیسي‌ په ۱۹۸۸ کې د محکمې له پرېکړې پرته د زرګونو سیاسي بندیانو په اعدامولو کې دخیل و. رئیسي‌ تر دې دمه هېڅکله د دغو تورونو په اړه په عام محضر کې څه نه دي ‌ویلي.

اسرائیل داسې مهال له ایران سره اتومي تړون ته د بیا نه ګرځېدو غوښتنه کوي چې د ولسمشر جوبایډن اداره غواړي چې د ایران، امریکا او نړۍ د زبر ځواک هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ اتومي تړون کې بیا داخله شي.

اسرائيل د دغه تړون مخالف و او د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه وتلی و او ویلي وو چې په تړون کې «خلاوې» شته او ایران ته په کې ډېره ګټه ده.‌ ایران وايي چې اتومي وسلې نغواړي.

د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې اووه کسان کاندید وو چې درې یې له کاندیداتورۍ لاس په سر شول. د ایران نیمه دولتي اژانس فارس وايي چې ۱۴میلیون خلکو رایه ورکړې ده. دا د ټولو ثبت شویو رایه ورکوونکو ۲۳سلنه کیږي.

په ایران کې دننه او دباندې یو شمېر مدني او سیاسي فعالانو وار دمخه دا ټاکنې «نمایشي» بللې وې. اقتصادي مشکلات، د خوراکي موادو د قیمتونو لوړوالی، بې کاري او نورې ستونزې په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګ ګډون علتونه بلل کیږي.