شاته

بایډن: د مهاجرو نړیواله ورځ د هغوی د ستونزو د پیژندلو ورځ ده

نن د کډوالو نړیواله ورځ ده. د جون ۲۰ هغه ورځ ده چې ملګرو ملتونو د نړۍ د مهاجرینو د درناوي او نمانځنې د ورځې په نامه پیژندلې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وایي د مهاجرو نړیواله ورځ د مهاجرو سره د همدردۍ او د هغوی د رنځونو د درک کولو فرصت دی او دا هغه ورځ ده چې د ژوندي پاته کیدو په هدف د هغوی مقاومت ومنو.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) په یوه اعلامیه کې وویل: «زه نن د نړۍ د ګوټ ګوټ خلکو سره د مهاجرت د نړیوالې ورځې د درناوي لپاره یوځای کیږم؛ هغه ورځ چې مونږ د میلیونونو کسانو زړورتیا او انسانیت تصدیق کوو چې د تاوتریخوالي، شکنجې او جګړې له وجې تېښتې ته اړ شوي دي.»

ښاغلي بایډن وویل: «پدې ورځ مونږ یو ځل بیا خپلې خالصانه ژمنې تکراروو چې د بشري مرستو له لارې رنځونه راکم کړو او د کډوالو د [ستونزو] لپاره د دوامداره حل لارو د موندلو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړو چې په کې د هغوی بیا ځلي میشت کول شامل دي.»

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې متحده ایالات یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروي چې د روانو شخړو د پای لپاره چې خلک یې مهاجرت ته اړ کړي خپلو دپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د رپوټ له مخې نن د بل هر وخت په پرتله په نړۍ کې د مهاجرو شمیر زیات دی.

دې ادارې ویلي دي د هغو خلکو شمیر چې د جګړې، تاوتریخوالي، ستم او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په وجه له خپلو سیمو څخه تښتیدلي دي په ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۸۲.۴ میلیونو ته رسیدلی چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په کې څلور فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ۲۰۱۹ کال په پای کې په نړۍ کې د مهاجرو شمیر ۷۹.۵ میلیون کسانو ته رسیده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مرستیال ګیلیان تریګس، وویل چې په تیرو لسو کلونو کې د کډوالو او هغو کسانو شمیر چې په زور بې ځایه شوي دوه برابره شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ددغو کسانو شاوخوا ۴۸ فیصده یې ماشومان او تنکي ځوانان دي د خپلو اصلي ټاټوبو څخه د څو نسلونو د لرې والي ښکارندوي کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمسشنري له نړۍ غواړي په یاد ولري چې د هرې شمیر تر شا یو کس، یوه کیسه، د یو مالکیت له لاسه ورکول او رنځ شته چې د خپل کور خوشې کولو ته اړ شوی.

دې ادارې ویلي چې دغه مهاجر د پاملرنې او ملاتړ جوګه دي چې نه یوازې د بشري مرستو په برابرولو بلکې د هغو رنځونو ته د یوې لارې په موندلو سره د هغوی لاس نیوی وشي.

د کډوالو نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې ونمانځل شوه؛ هغه ورځ چې د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون پنځوسمه کلیزه ونمانځل شوه. دا ورځ لومړی په افریقا کې د پناه غوښتونکو د ورځې په نامه وپیژندل شوه، خو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۲۰۰۰ کال د سپتمبر په میاشت کې هغه د کډوالو د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله.