شاته

طالب سره په بدکارۍ تورن مفتي عزیز الرحمان ونیول شو

پولیس وایي لاهور کې دخپل شاګرد سره په بدکارۍ تورن شوی وتلی دیني عالم مفتي عزیز الرحمان اؤ دهغه زوئ یې نیولي دي.

دلاهور دشمالي چاوڼۍ صدر دپولیسو په تاڼه کې تیره اوونۍ دسوات دیو اوسیدونکي دیني طالب صابر شاه په درخواست پولیسو دمفتي عزیز الرحمان په ضد دبدکارۍ مقدمه درج کړې وه .

په دغه مقدمه کې پینځویشت کلن ځوان صابر شاه په نوموړي مفتي هغه سره دبدکارۍ تورونه لګولي وؤ.

د مقدمې درج کیدو نه وروسته مفتي عزیز الرحمان دلاهور څخه میانوالي ته تښتېدلی ؤ اؤ داتوار په ورځ دلاهور دپولیسو یو لوړ پوړي مشر یا ډي ایي جي سید امین بخاري وي او ای ډیوه ته منلې چې پولیسو مفتي عزیز الرحمان اؤ دهغه زوئ دمیانوالي سیمې څخه نیولي دي.

په ټولنیزو رسنیو تیره اوونۍ دلاهور دجامعه الاسلامیه مدرسې د وتلي مفتي اؤ دجمعیت علماء اسلام ګوند دسیمه ییز مشر اویاکلن مفتي عزیز الرحمان یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې هغه دیو ځوان هلک سره بدکاري کوي.

ددغه ویډیو مخې ته له راتلو وروسته مفتي عزیز الرحمان دریځ خپل کړی ؤ چې هغه پخپل هوش کې بدکاري نه ده کړې بلکې نشه ورکړل شوې اؤ له نشې ورکولو وروسته ترې دغه ویډیو جوړه کړل شوې ده.

خو د رسوایۍ ښکار شوي دسوات سیمې سره تړاؤ لرونکي دیني طالب صابر شاه پولیسو ته ویلي وؤ چې مفتي به دهرې جمعې په ورځ دهغه سره بدکاري کوله.

نوموړي طالب په درج مقدمه کې ویلي چې هغه په کال ۲۰۱۳م کې دلاهور په جامعه الاسلامیه مدرسه کې د زده کړو دپاره داخله اخستې وه.

هغه وایي دغلته د زده کړو په مهال پرې دمدرسې نګران مفتي عزیزالرحمان تور لګولی ؤ چې ازموینه کې یې دځان پرځائ بل هلک کېښنولی ؤ اؤ بیا یې ددې تور په اساس تر درېو کالو د وفاق المدارس د امتحانونو ورکولو دپاره نااهله ګرځولی ؤ.

صابر شاه نومې دغه زلمي پولیسو ته ویلي کله چې یې مفتي عزیزالرحمان ته ډیرې منت زارۍ وکړې چې باید هغه ته دامتحانونو اجازه ورکړي نو یاد مفتي ترې ددې بدل کې دبدکارۍ غوښتنه وکړه اؤ دغسې هغه دمفتي سره بدکارۍ کولو ته اړ شو.

په ټولنیزو رسنیو دبدکارۍ د ویډیو مخې ته د راتلو نه وروسته مفتي عزیزالرحمان یوه دسپیناوي ویډیو هم په رسنیو خپره کړې ده اؤ په دې ویډیو هغه ددې خبرې نه انکار نه دی کړی چې ګنې دمدرسې دطالب سره یې بدکاري نه ده کړې.

خو دغه مفتي وایي چې دا یوه زړه ویډیو ده اؤ دا چې دبدکارۍ دا عمل یې پخپل هوش کې نه دی کړی.

مفتي عزیزالرحمان وایي د یادې مدرسې نه دهغه د ویستلو دپاره دسازش په توګه هغه ته نشه ورکړل شوې اؤ بیا ترې دا ویډیو جوړه کړل شوې ده.

خو صابر شاه نومې طالب وایي چې هغه سره دمفتي پینځه دټيلي فوني غږییزو زنګونو ریکارډنګ هم شته اؤ دمقدمې درج کولو د عریضې سره یې دغه ریکارډنګز هم پولیسو ته سپارلي دي.