د بشري حقونو مدافعانو امریکا کې د مهاجرینو د منل کېدو په ورو بهیر اندېښنه ښودلې
د بشري حقونو یو شمېر مدافعان وايي که امریکایي چارواکي «بېړني اقدامات» ونکړي، نشي کولی چې د اکتوبر تر میاشتې د مهاجرو مشخص شمېر، چې د منلو کېدو ژمنه یې شوې وه، ومني.
د جوبایډن حکومت د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په پرتله د مهاجرو منل څلور برابره زیات کړي دي.
د «لوترن» د مهاجرت او پناه غوښتونکو ادارې مشر کرش اومیریا ویګناراجا وايي: «سره له دې چې د جوبایډن ادارې د مهاجرو منل زیات کړي او د منل کېدو محدودیتونه یې لېرې کړي، خو د روان کال له پیل راهېسې متحدو ایالتونو یوازې ۳۶۰۰ مهاجر منلي دي.»
نوموړي وویل چې «دولت له شک پرته د پرمختګ په حال کې دی» خو د مهاجرت د پروګرامونو د جوړېدو په اړه لا ډېره لار په مخکې لري.
تر دې مخکې ولسمشر بایډن ویلي وو چې ښايي سږکال ۶۲۵۰۰ مهاجر ونشي منلی: «موږ د تېرو څلورو کلونو د زیانونو د جبرانولو په حال کې یو. ډېر وخت به ونیسي، خو کار کیږي.»
د بشري حقونو ډلې وايي د امریکا متحدو ایالتونو له تېرو ۳۰ کلونو راهېسې هرکال شاوخوا ۹۵ زره مهاجرو ته اقامه ورکړې ده.
مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ دا شمېره د کال ۱۵۰۰۰ ته راکمه کړې وه.
ولسمشر بایډن ویلي دي چې بل کال به د منل کېدونکو مهاجرو شمېر ۱۲۵۰۰۰ ته لوړ کړي.
راپورونه وايي چې دا مهال نږدې ۲۸۰۰۰ کسان د امریکا متحدو ایالتونو ته د «تګ لپاره چمتو» دي او څه باندې ۸۷۰۰۰ نور کسان امریکا ته د مهاجرت په بېلابېلو مراحلو کې دي.
د کډوالو اکثریت برخه د لاتینې امریکا خلک دي.