شاته

خېبر: جوماتونو کې په کرکژنو ویناګانو اؤ مذهبي مناظرو بندیز ولګول شو

د خیبر پولیسو په سیمه کښې دمسلکي جنجالونو اؤ دمذهب په نوم داختلافونو دمخنیوي په غرض دغلته په جوماتونو کښې په کرکژنو ویناګانو اؤ په لانجمنو موضوعاتو مناظرې کولو باندې دبندیز اعلان کړی اؤ ورسره یې د متنازعه ملیانو خیبر ته په ورتګ هم بندیز لګولی دی.

په خیبر قبائيلي ضلعه کښې دپولیسو دمشر وسیم ریاض له اړخه خپور شوي یو امر کښې ویل شوي چې په ګرد خیبر کښې په مختلفو مسلکي بنیادونو د عام اولس تر منځه مذهبي اختلافونه جوړولو اؤ په لانجمنو مذهبي موضوعاتو دمناظرو په راجوړولو په سمدستي توګه بندیز لګول شوي.

دبیان له مخې ځایي پولیس ته دڅه مودې راهسې داسې راپورونه تر لاسه شوي چې ځینې ملیان یا متنازعه غیر مقامي مذهبی مشران دخیبر په بیلابیلو برخو کې دخپل ځانګړي مسلک خورولو, د اولس په مذهبي جذباتو راپارولو, په ځینو لانجمنو دیني موضوعاتو د مخالف مسلک دمشرانو سره مناظرو راجوړولو اؤ د جوماتونو د لاؤډسپیکرو د خپلو مخالفو په ضد دمنفي تبلیغاتو په غرض استعمال کښې ککړ دي.

بیان کې راغلي چې له دې امله ځینو علاقو کښې د دځایي خلکو تر منځه تاؤ تریخوالی رامنځته شوی اؤ دغلته د امنیت وضعې ته خطر راولاړ شوی دی.

دخیبر ضلعې دپولیسو د مشر لخوا دخیبر ضلعې دټولو پولیس تاڼو مشرانو ته امر شوی چې هغوئ باید په سمدستی توګه ددغسې غیر قانونی عملونو مخه ونیسي, لانجمنو اؤ غیرمقامي ملیانو ته دې خیبر ته د راتلو اجازت نه ورکوی اؤ په جوماتونو کښی دې د جمعې دخطبې اؤ مونځ نه پرته بل کوم مقصد دپاره دلاؤډ اسپیکر استعمال بیخی بند کړی.

دپولیسو دمشر بیان کښې دا هم ویل شوي چې پولیس به هیچاته هم اجازت ورنه کړي چې د مذهب په نوم مسلکي اختلافونو له هوا ورکړي اؤ عام اولس بې لارې کړي.

دا وړومبی ځل دی چې دقبائيلی سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدو نه وروسته په کومه قبائيلي ضلعه کښې د مسلکي اختلافونو خورونکو مذهبي مشرانو په ضد دومره کلک ګام پورته کړی شوی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دسیمې دپولیسو یو چارواکی اکبر خان ددې خبرې پخلی کړی چې هغه مذهبي مناظرې چې مسلکی اختلافات ترې مخې ته راتلی شی, په هغې بندیز لګول شوی اؤ دا چې په دې به مکمل عمل کولی شی.

ډیوه سیمه کښې د ازادو سرچینو نه دتر لاسه شوؤ معلوماتو له مخې د باړې په قمبر خیل سیمه کښې څو ورځې وړاندې د دوؤ مخالفو مسلکونو دمشرانو تر منځ په ځینو لانجمنو دیني موضوعاتو مناظرې شوې وې.

سرچینې وایي ددغو مناظرو نه وروسته په یاده سیمه کې د پخوا په څېر یو ځل بیا تاؤ تریخوالی زیات شوی اؤ پولیس سره ویره ده چې چرته دغه اختلافونه په خونړیو جګړو بدل نه شي.

په عامه توګه دخیبر پولیس لخوا داعلان شوؤ دغو ګامونو د اولس له اړخه هرکلی شوی اؤ په جمرود کښې د مدني ټولنې یو فعاله غړی منظور اپریدی د حکومت ددغه ګام ستاينه کوي اؤ وایي چې "دا ډیره ښه خبره ده چه د ملیانو دکومو خبرو نه کرکه اؤ نفرت جوړیږي, په هغې بندیز ولګي"

منظور اپریدي ډیوه ته ویلي"دلته فرقې زیاتې دي اؤ د فرقو په بنیاد چې کوم مذهبي تعصب زمونږ په علاقه کښې خوریږې نو دهغې له امله دې خاورې, دې وطن اؤ دې خلکو ته زیان رسي اؤ مذهبي شخړې منځ ته راځي"

د هغه په وینا اسلام د امن دین دی اؤ باید زمونږ ملیان اؤ مذهبي مشران د امن, رورولئ اؤ سولز تبلیغات وکړی نه چې کرکه اؤ فساد خور کړي.

ځینو د مذهبي ګوندونو مشرانو دحکومت له خوا دلګول شوؤ دغو بندیزونو غندنه کړې اؤ په سیمه کښې د جمیعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې یو مشر په خپل غبرګون کښې ویلي چې د هغوئ ګوند به په ملیانو لګول شوي بندیزونه کله هم ونه مني اؤ نه به په جوماتونو کښې د لاؤډسپیکر استعمال کم کړي.

تر دې وړاندې په دغسې مسلکي اختلافونو, د دوؤ مخالفو مذهبي ډلو تر منځه په غیر قانونی FM ریډیو سټیشنو دپاروؤنکو تبلیغاتو اؤ په یو بل د کفر دفتوؤ لګولو له امله په باړه کښې په کال دوه زره دریم اؤ څلورم کښې سختې خونړۍ نښتې شوې وې.

ددغو نښتو په نتیجه کې د دواړو اړخونو ګڼ شمیر کسان ووژل شوي وؤ اؤ روستو په کال دوه زره نهم کښې ددغه غیرقانونی ګرځول شوؤ تنظیمونو په ضد دپیل کړل شوؤ پوځي عملیاتو په نتیجه کښې نزدې یو لک کورنۍ د باړې نه کډو کولو مجبوره شوې وې

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.