شاته

افغانستان کې جګړه؛ دریو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې(۱۸۴۰۰) کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت نن شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه کسان په کندهار، هلمند، لغمان، فاریاب، جوزجان، کندز، بدخشان او بغلان ولایتونو کې بېځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه بیا تر دامهاله په ځينو ولایتونو کې د طالبانو د تازه تحرکاتو له امله څه باندې ۱۲۸۸۰۰ افغانان بېځایه شوي چې ۱۸۴۰۰ کورنۍ کیږي."

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس تیر کال په افغانستان کې ۹۲زره کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوي وې چې په خبره یې له ځینو سره بېلابېلې مرستې هم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په عمومي ډول په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شوو شمېر ۲میلیون او ۵۰۰زره کسان ته رسیږي چې په تیرو کلونو د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا اوچا وویل چې په تیرو درې میاشتو کې یوازې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جګړو له امله ۳۵زره کسان بېځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې له امله خلک دخپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې پخپل تازه راپور کې ویلي چېپه ۲۰۲۰ کې د جګړو، خشونت، بشري حقونو د نقض او تبعیض له کبله ۸۲.۴ میلیون خلک مجبور شوي چې خپل کورونه او سیمې پرېږدي.