شاته

قطر: د افغانستان د سولې خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی شوی

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن وايي چې په دغه هیواد کې د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

د تیر ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د قطر په کوربتوب په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جون ۱۸ (غبرګولې ۲۹) په خپره کړې اعلامیه کې د ښاغلي عبدالرحمن له قوله ویلي چې قطر به دواړه لوري وهڅوي چې بین الافغاني خبرې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړې: "قطر به د خبرو پیلولو په اړه پر دواړو لورو فشار او هڅولو ته دوام ورکړي."

هغه په افغانستان کې د جګړې له امله رامنځته شوی ناورین پېچلی بللی او په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د سولې ټینګېدو لپاره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي او په راتلوونکي کې د واک په شریکولو کې ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي.

خو هغه زیاته کړې چې په دې برخه کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

شااوخوا نهه میاشتې مخکې په دوحه کې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول.

تر دا مهاله د اجنډا پر موضوعاتو د اختلافاتو له امله په مذاکراتو کې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

تر دې مخکې افغان حکومت او طالبانو یو اوبل د مذاکراتو په وړاندې په خنډونو جوړولو تورن کړي دي.

په دې وروستیو کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وویل چې ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات له سره پيل شي، خو تر دا مهاله یې د پیلېدو خبر نه دی ورکړل شوی.