شاته

بسم الله محمدي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شو

د افغانستان د چارو ادارې د دریو وزارتونو لپاره د درې سرپرستانو د معرفي کېدو خبر ورکړ.

د چارو ادارې نن شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) ویلي چې جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزارت، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو او حیات الله حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرستانو په توګه معرفي شوي دي.

د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي: "د جمهوري ریاست مقام د جلا حکمونو پر اساس ستر جنرال بسم الله خان محمدي د ملي دفاع وزارت سرپرست، جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او حیات الله حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په توګه وټاکل شول."

د چارو ادارې د معلوماتو په اساس د دې حکمونو پر اساس، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مؤظف شوی چې ملي شورا ته دې د یادو سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

جنرال بسم الله محمدي د مخکني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د کورنیو چارو او دفاع وزیر په توګه کار کړی دی.

عبدالستار میرزکوال د حامد کرزي په حکومت کې د هلمند ولایت مرستیال او اوس مهال د کندز بر حاله والي و.

حیات الله حیات تر دې مخکې د کندهار، ننګرهار، هلمند او میدان وردګو ولایت والي تیر شوی او په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی و.

تر دې مخکې اسدالله خالد د افغانستان د دفاع وزیر و، خو ویل کیږي چې له دندې استعفا کړې ده.

افغان حکومت پر داسې مهال د دوو مهمو امنیتي او دفاعي وزارتونو لپاره سرپرستان معرفي کړل چې په دې وروستیو کې په هیواد کې جګړو زور اخیستی دی.