شاته

شاه محمود قرېشي: په افغانستان کې د حالاتو خرابېدو ‌ذمه واري به پاکستان نه مني

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ويلي افغانستان دې په پاکستان د تورونو لړۍ باید بنده کړي اؤ په پاکستان دې په افغانستان کې د امن د خرابېدلو ذمه واري و نه لګول شي.
په اسلام آباد کې ېو غیر دولتي ادارې ریجنل پیس انسټیټوټ لخوا د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د مذاکراتو په لړ یوې غونډې ته د وېنا په وخت خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وویل د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني به د امریکې سفر کوي اؤ په افغانستان واضحه کول غواړي که د دې سفر په وخت افغانستان بیا هلته د بدامنې تور په پاکستان اولګولو نو پاکستان به د دې ذمه واري نه قبلوي.

شاه محمود قرېشي وویل افغانستان کې امن د هر چا شریک ذمه واري ده اؤ یوازي هلته د بدامنې ذمه وار پاکستان ګڼل به سمه نه وي ځکه چې افغانستان کې امن د پاره پاکستان سنجیده کوښښونه کړې دي.

د پاکستان خارجه وزیردا هم وویل جنګ اؤ مفاهمت په ېو وخت نه شي کیدې. دوي وایې پاکستان اوس فیصله کړې ده نور به افغانستان کې مداخلت نه کوي.

وړاندې د پاکستان وزریراعظم عمران خان هم ویلي وو پاکستان ته به په افغانستان کې د خپل خوښې حکومت خواهش ختمول وي.

وړاندې د افغان ولسمشرلومړي مرستیال امر الله صالح ډیوه سره خبرو په وخت ویلي وو پاکستان ورته څو واري باور ورکړې دې په افغانستان کې د جنګ بندۍ د پاره به په طالبانو خپل اثر استمالوي خو ورسره دوی دا هم ویلي وو اوس هم افغانستان کې د ترهګرې اؤ جنګ د پاره طالبانو کوم مواد استمالوي، زیاته برخه یې د پاکستان نه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې امن د پاره پاکستان څو وارې د سنجیده کوښښونو دعوه کړې ده خو بیا هم افغان دولت ولې په پاکستان باور نه کوي، ددې تپوس په ځواب خبریال مشتاق یوسفزې وايي، افغانستان نه د امریکې ځواکونو وتو پس د سیمې ډیر هیوادونه هلته خپل یو کردار غواړي اؤ افغانستان نه د امریکې ځواکونو وتو پس به د دې هیوادونو مداخلت له وجې حالات نور هم خرابیدې شي، ځکه اوس پاکستان، اؤ افغانستان اؤ حتې چې طالبان هم د خپل مستقبل په اړه پریشانه دي اؤ دې له وجې دواړه هیوادونه یعني پاکستان اؤ افغانستان دغه قسمه بیانوننه ورکوي.

ېو بل خبریال محمود جان بابر وايې پاکستان اؤ افغانستان که چېرې غواړي چې هلته امن ممکن شي نو دواړو ته به بیا په ېو بل اعتبار کول وي.

وړاندې هم افغانستان څو واري په پاکستان دغه تورونه لګولې وو د پاکستان ځمکه د افغانستان پرضد استمالیږي اؤ د دې مثال دوي دا ورکوي په پآکستان کې د طالبانو د مشرانو کورونه دي اؤ‌ د دوي خپلوان په پاکستان کې ښکاره ژوند کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوی خو داهم مني په طالبانو یې اثر شته خو دومره هم نه چې طالبان د پاکستان هره ېوه خبره ومني.