شاته

چارواکی: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کابل هوايي ډګر د تحفظ صلاحیت لري

افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو صلاحیت لري چې د کابل د هوایي ډګر او نورو مهمو بنسټیزو تأسیساتو په ګډون د خپل هېواد امنیتي چارو ته په خپله اوږده ورکړي.

د شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي "له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو له اعلان سره سم د انتقال کمیسیون ایجاد شو چې تر اوسه یې بیلابیلې کمیټې جوړې کړي چې په ملي او نړیواله کچه د هوایي میدانونو د امنیت د خوندیتوب په میدانونو کې د سیستمونو تقویه او انکشاف او له بهرنیانو څخه د وسایلو او تجهیزاتو تسلیم د دوی مسولیت دی چې تر اوسه پورې یې ځینې پړاوونه بشپړ شوي او لا هم دا پروسه جریان لري."

د ښاغلي اندړ د خبرو نه وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي وو چې له کومې ویرې پرته افغانستان ته د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو لپاره خپل سرتیري استوي.

بروکسل ته تر تګ مخکې اردوغان په انقره کې خبریالانو ته ویلي افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکي یوازینی باوري هېواد دی چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي.

افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به د سږ کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي. طالبانو ویلي د هیڅ بهرني هیواد حضور دلته نه مني کنه له غبرګون سره به مخ شي.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وایي بل هېواد ته د کابل هوايي مېدان د تحفظ مسولیت د افغان حکومت، امریکا او د طالبانو تر منځ د یوه توافق په نتیجه کې سپارل کیدای شي کنه د دوحې تړون به له نقص سره مخ شي.

د اردوغان په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.

اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له امریکايي صدر جو بایډن سره هم خبرې وکړي.

ترکیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو د ناټو یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده. طالبانو بیا ویلي چې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.


د ګل، دوشنبې، په ورځ ورځ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو مشران په بروکسل کې غونډه کوي او د روسیې او چین په اړه د اندېښنو ترڅنګ، په نورو نړیوالو مسئلو هم غږیږي.