شاته

غریبو ملکونو ته به د کرونا مرض څه باندې یو بیلین وېکسینونه ورکوو – جي۷

د نړۍ د اوو ځواکمنو اقتصادونو یا جي-۷ ډلې مشرانو په اېنګلېنډ کې خپله غونډه پای ته ورسوله او وعده یې وکړه چې غریبو ملکونو ته به د کروناوایرس څه دپاسه یو بېلین خوراکه/ډوزه وېکسین ورکوي. هغوی پخپلې دې غونډې کې، په څو مسئلو باندې د چین یادونه هم وکړه.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن خبریالانو ته وویل چې د جي-۷ ډلې د هېوادونو څه دپاسه یو بېلینه خوراکه/ډوزه امدادي د کرونا وېکسینونه به هم نېغ په نېغه، او هم د ملګرو ملتونو د کووېکس پروګرام د لارې غریبو او متوسطو ملکونو ته ورکړل شي.

جي-۷ ډله کې امریکا، برطانیه، فرانس، جاپان، جرمني، ایټلي، او کېنېډا شامل دي.

د دې ډلې مشرانو د کووېډ-۱۹ یا کروناوایرس مرض د اصلیت پیدا کولو په اړه د لا زیاتو څېړنو او تحقیقاتو غوښتنه هم وکړه. دوی وویل: «مونږ همدا راز غواړو چې په چین کې دې، هماغسې چې د ماهرینو لخوا وړاندیز شوی، د کووېډ-۱۹ د دویم فېز د اصلیت په اړه د صحت عالمي ادارې لخوا یو شفاف، په وخت، د ماهرینو تر مشرۍ لاندې، او د ساینس په بنیاد څېړنه وشي.»

د صحت په برخه کې چې کله د جي-۷ ډلې بحث کاوه، نو د یو شمېر نورو ملکونو مشران هم ورسره یوځای شول (ځیني یې په آنلاین بڼه)
د صحت په برخه کې چې کله د جي-۷ ډلې بحث کاوه، نو د یو شمېر نورو ملکونو مشران هم ورسره یوځای شول (ځیني یې په آنلاین بڼه)

جي-۷ ډلې چې کله د عالمي صحت په برخه کې بحث شروع کړ، نو په دې بحث کې بیا د یو شمېر نورو ملکونو لکه د جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، اسټرلیا، او هند مشرانو او همدا راز د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوتېرش او د نورو عالمي ادارو مشرانو هم په آنلاین بڼه برخه واخیستله.

د چین په وړاندې دریځ

د امریکا صدر جو بایډن اعلان وکړ چې سږکال د جي-۷ ډلې ناسته، «غيرمعموله د همکارۍ ډکه او ګټوره ناسته» وه چي د کرونا عالمي وبا په ضد، د عالمي اقتصاد د بیا بحاله کولو، او د چین د بدې رویې په خاطر په ځانګړي توګه د هغه هېواد د نامه یادولو په برخو کې پرمختګ ولیدل شو.

بایډن خبریالانو ته د جي-۷ ډلې د مشرانو ترمنځ هغه لوظنامې هم وستایلې چې د کرپشن، انټرنېټي حملو، او د کوېله منصوبو دپاره د عوامي سرمایه کارۍ ختمولو په برخو کې لاسلیک شوې.

د جي-۷ ډلې د مشرانو غونډې په پای کې یوه مشترکه اعلامیه هم جاري شوه چې په کې ویل شوي د دې ډلې هېوادونو مشران به «زمونږ ارزښتونه تبلیغ کړي، مشمول په دې چې په چین غږ وکړي چې د بشري حقونو او بنیادي آزادیو خیال دې وساتي، په خصوص د شینجیانګ (سینکیانګ) په حواله، او هغه حقونه او آزادۍ او لوړه درجه خودارادیت چې د برطانیې او چین مشترکې اعلامیې کې د هانګ کانګ په حواله راغلي، هغه ته دې درناوی وکړي.»

په بجینګ دا الزام لګېدلی چې په سینکیانګ کې د اقلیت ایغوریانو په ضد د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزي کوي، او همدا راز په هانګ کانګ کې هم د خلکو حقونه ترپښو لاندې کوي.

دا تېر څو کاله وشول چې چین د مغربي هېوادونو او ګڼ شمېر مسلمانانو لخوا د اویغور مسلمانانو سره د چلند په وجه، تر سخت نړېوال تنقید لاندې راغلی دی. د بشري حقونو ډلې وایي چې چین د یو میلین نه زیات ایغور مسلمانان ځانګړو کېمپونو کې قیدیان کړي دي. خو چین وایي چې دا کېمپونه «د کسب د تعلیم مرکزونه» دي چې د مذهبي سختدریځۍ او ترهګرو حملو د مخنیوي په مقصد جوړ شوي دي.

د دې نه علاوه، د چین حکومت له مغربي ملکونو غوښتي چې د دوی په وینا، د هانګ کانګ په داخلي چارو کې دې مداخلت نه کوي.

بل اړخ ته په اېنګلېنډ کې د جي-۷ ډلې د مشرانو په ناسته کې له ګډون وروسته، د امریکې صدر جو بایډن به د بلجیم په سرښار براسېلز کې د نېټو سازمان په سرمشريزه کې برخه واخلي. په دې ناسته کې، طمعه ده چې د نېټو هېوادونو مشران به د دې دفاعي تنظیم د سټراټیجيک تصور په ترمیم باندې بحث وکړي.