شاته

د بنګله دېش کرکټ لوبغاړی شکیب الحسن جریمه او له دریو لوبو بند شو 

د بنګله دېش د کرکټ بورډ وايي د دغه هېواد مشهور لوبغاړی شکیب الحسن یې له دې کبله جریمه کړی چې د یوې لوبې په مهال یې ویکټې په لغتو وهلې دي.

د جمعې په ورځ په ډاکه کې د بنګله دېش د «ډاکه پریمر ډیویژن۲۰ اوریزي سیالیو» په یوې لوبې کې شکیب الحسن له هغه وروسته ویکټې په لغتو ووهلې چې لوبڅار یې د بل مخالف لوبغاړي د سوځېدو په اړه غوښتنه (اپیل) ونه منله.

له لږې شېبې وروسته باران وشو او بیا شکیب الحسن راغی او قصدآ یې ویکټې له بیخي وویستې. هغه له لوبڅار سره هم لفظي شخړه وکړه.

د بنګله دېش کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د شکیب الحسن دا کارونه د ورزشي اخلاقو خلاف دي.

کرکټ بورډ هغه په روانو سیالیو کې له دریو لوبو څخه بند کړ او تر څنګ یې ۵۰۰زره «ټکه» چې شاوخوا ۵۹۰۰ ډالر کیږي‌ هم جریمه شو.

د کرکټ د اصولو له مخې ټول لوبغاړي باید د لوبڅار هر ډول پرېکړو ته درناوی وکړي.

شاوخوا دوه کاله مخکې د کرکټ نړیوالې شورا شکیب الحسن دوه کال له لوبو بند کړ. د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو چې مفسدو کړیو شکیب الحسن ته مراجعه کړې وه چې په لوبو کې درغلي وکړي خو هغه په دې نړیوالې شورا خبر نه و ورکړی.

وايي شکیب الحسن پر ځان د فساد د تورونو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا ته پوره معلومات نه وو ورکړي.

شکیب الحسن د بنګله دېش یو مشهور لوبغاړی دی چې د نړۍ په یو شمېر تجارتي لوبو کې هم لوبیږي.