شاته

په افغان پوله د وژل شوؤ پاکستاني عسکرو کورنیو سره دصدر علوي تماس

دپاکستان صدر ډاکټرعارف علوي دافغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار لګولو په مهال د وژل شوؤ پاکستاني عسکرو د کورنیو سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ هغوئ سره خواخوږي ښودلې ده.

صدر علوي وایي په افغان پوله چې کوم عسکر د ازغن تار لګولو په مهال وژل شوي هغوئ دهیواد اؤ خاورې دساتنې دپاره دخپلو سرونو قرباني ورکړې ده اؤ ټول قام په د دوئ‌ په قربانۍ ویاړ کوي.

دتیرې میاشتې په پینځمه نیټه دبلوچستان په ژوب سیمه کې دایف سي عسکر منځکۍ سېکټر کې د افغانستان سره په پوله دازغن تار خورؤلو دپاره روان وؤ چې دپولې دپورې غاړې څخه پرې برید شوی ؤ .

په دې برید کې دایف سي اووه عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

د وژل شوؤ عسکرو محمد شکیل،قربان علي غفران علي،احسان اؤ نور کورنیو سره په ټیلي فوني تماس کې دپاکستان صدر هغوئ ته تسلیت وړاندې کړی اؤ ډاډ یې ورکړی چې ددغو عسکرو قربانۍ به ضایع نه ځي.

پاکستان په کال 2017 کې د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول پیل کړي اؤ په 11م اپرېل د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشید ويلي وو د روان کال د جون د مياشتې پورې به د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو کار سرته ورسیږي.

هرڅو که پاکستان وایي چې افغانستان سره په ګډه پوله ازغن تار دپولې خوندي کولو دپاره لګوي خو افغانستان کې دې دپاکستان دې کار ته په ښه سترګه نه کتل کیږي اؤ افغان ولس اؤ چارواکي یې مخالفت کوي.

دازغن تار لګولو په مهال دپاکستان په پوځیانو تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر بریدونه شوي چې پکې دپاکستان یو شمیر پوځيان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په کال 1893 کې په هندوستان د انګریزانو د واکمنۍ په مهال راښکل شوې د ډیورنډ کرښه افغانستان په تاریخي توګه لانجمنه پوله بللي ده خو پاکستان یې په کرښه اعتراضونه ردوي، وايي په کال 1947 کې د ملک د جوړیدو وروسته ډیورنډ لاین نړیوال سرحد دی.