شاته

دپاکستان سفارت کابل کې خپله دکونسلي خدماتو څانګه وتړله

کابل کې دپاکستان سفارتخانې خپله دکونسلي خدماتو څانګه دیوې اوونۍ دپاره تړلې ده اؤ وایي دا ګام یې دغه هیواد کې د کرونا وبا سیوا کیدو له امله اخستی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خبر پاڼه کې ویلي، د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره غواړي نن یکشنبه د خپل سفارت قونسلګرۍ څانګه د یوې اوونۍ دپاره وتړي.

د پاکستان سفارت په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، د ویزو ورکولو چارې به یې په انلاین بڼه روانې وي.

له دې دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا سفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې دکرونا وایرس د مخنیوي په موخه به د یکشنبې په ورځ دخپل سفارت دکونسلي خدماتو څانګه بنده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه په چټکۍ روانه ده او ورځ تر بلې د کرونا ددې وایرس په مثبتو پیښو کې زیاتولی راځي.

د افغانستان حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه دوه اونۍ وړاندې د هیواد په 16 ولایتونو کې د دوؤ اوونیو لپاره، پوهنتونونو اوښوونځیو ته په ورتګ بندیزونه لګولی دی.

په تیره اوونۍ کې په دغه هیواد کې د کرونا وایرس د مثبتو پيښو زیاتوالي ته په کتو، دعامې روغتیا وزارت پرون د تیرو بندیزونو په دوام نوي محدویتونه هم وضع کړل، چې په ځینو ادارو کې د ډیر عمر لرونکي مامورین به د دوو اونیو لپاره له کورونو دندې تر سره کوي.

ددې ترڅنګ د دولت لخوا په هغو هوټلونو، حوضونو، پارکونو سلمانیو او په نورو هغه ځایونو هم بندیزونه لګیدلي چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي