شاته

افغان رنځورانو ته درملنې دپاره پاکستان ته دتګ اجازه

د پاکستان مرکزی حکومت اعلان کړی چې د تورخم پولې د لارې به افغانانو ته په مشروط ډول پاکستان ته د درملنې په غرض د راتګ اجازت ورکولی شی.

تورخم کښې د حکومتي چارواکو په وینا حکومت دغه اجازت په کابل کښې دلوړ رتبه افغان چارواکو اؤ په اسلام اباد کښې د افغان سفارت خانې دډپلوماټانو دپرله پسې غوښتنو نه وروسته ورکړو چې مقصد یې ناروغه افغانانو له د پاکستان په بیلابیلو هسپتالونو کښې د هغوئ د اړتیاؤ په اساس د درملنې اسانتیاوې ورکول دی.

دغه چارواکي وایي چې پاکستان د تورخم پولې خپل اړخ ته پرانستل شوي پاک افغان دوستي هسپتال کښې د ډاکټرانو یوه ډله په دې غرض ګمارلې چې هغوئ به د افغانستان نه پاکستان ته دعلاج په غرض د راتلونکو افغانانو دطبی اسنادو دفیق جاج اخلی اؤ ددغه ډاکټرانو دمنل کیدو نه وروسته به ناروغو افغانانو ته پیښور یا بل کوم ښار ته د علاج د پاره د تګ اجازت ورکولی شی.

پاکستان تیره میاشت په اتمه نیټه د افغانستان اؤ ایران له اړخه د کرونا وایرس خپل هیواد ته راخوریدو دمخنیوي په غرض ددغه دواړو ګاونډي هیوادونو سره دخپلو پولو تر شلم مئ د تړلو اعلان کړی ؤ خو د وړوکي اختر نه وروسته دغه بندیز تر نامعلومې نیټې وغځول شو.

په دې مهال نه خو افغانانو ته پاکستان ته د تګ اجازت ورکولی شي اؤ نه پاکستانی وګړي افغانستان ته تلي شی, البته هاغه افغانان چې د اتم مئ نه وړاندې پاکستان ته تللي وؤ اؤ یا هاغه پاکستانیان څوک چې ددغه بندیز له امله په افغانستان کښې راایسار شوی وؤ, هغوئ له خپل هیواد ته دبېرته تګ اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د پیدل خلکو په تلو راتلو کلک بندیز پر ځائ دی, خو د پاکستان اؤ افغانستان تر منځه د تورخم, خرلاچی, چمن اؤ د غلام خان پولو د لارې دوه اړخیزه تجارت دوام لری.

دتورخم دټیکسیانو اډه چې تشه توره پرته ده
دتورخم دټیکسیانو اډه چې تشه توره پرته ده

په تورخم کښي د پاکستانې ګمرک یا کسټم چارواکو په وینا دا مهال د ورځې په کچه نزدې پینځوؤ سوؤ پورې د پاکستانی تجارتي توکو نه ډک ګاډي افغانستان ته ځي اؤ هم دغه راز تر دوه نیمو سوؤ پورې ډک ګاډي د افغانستان نه پاکستان ته را اوړی.

په تورخم کښې د پاکستاني ایمیګریشن عملې په وینا د اتم مئ نه تر وړوکي اختر د زرګونو په شمیره کښې د پولې دواړه غاړو ته راایسار شوي افغانان اؤ پاکستانیان د وړوکي اختر خپلو خپلوانو سره یو ځائ دنمانځلو په غرض ستانه شوي دي اؤ اوس دغه شمیره ډیره کمه پاتې شوې ده.

د پاکستانی ایمیګریشن عملې په وینا د اتم مئ بندیزونو پر ځائي کولو نه وړاندې به د تورخم پولې د لارې د ورځې په کچه تر پینځلسو زرو پورې افغانانو اؤ پاکستانیانو د دواړه ګاونډي هیوادونو تر منځه تګ راتګ کولو, خو اوس دغه شمیره فقط تر پینځلسو سؤو ته راغورځېدلې ده.

دسیمې خلک وایي دلګول شوؤ دغو بندیزنو له امله که یو اړخ ته د دواړو ګاونډیو هیوادونو وګړو ته سفري ستونزې رامخې ته شوي نو بل اړخ ته د پاکستان ددې ګام له امله په تورخم کښي د زرګونو په شمیره کښې د ځایي اؤ افغان مزدورانو, دیاړی مارانو, دټیکسي ډرائيورانو, دوکاندارانو اؤ ریسټورنټونو روزګار هم ډیراغېزمن شوی دی.

د تورخم د مزدورانو دتنظیم دمشر فرمان شینواري په وینا د پیدل خلکو په تګ راتګ دبندیز له امله یوازې د هغه د تنظیم تر اتوؤ زرو پورې کسان بې روزګاره شوي دي.

د فرمان شینواری په وینا د اتم مئ بندیز نه وړاندې به هغوئ د پولې دواړه غاړو ته تلونکو اؤ راتلونکو کسانو سره د هغوئ شخصي سامانونه په ډیر معقول عوض وړل راوړل اؤ یا به یې د مریضانو اؤ ضعیفه کسانو په تلو راتلو کښې ورسره مرسته کوله, خو چې د کله نه د پیدل خلکو په تګ راتګ بندیز لګول شوی , دهغې نه راپدیخوا ددوئ کار هم په ټپه ودریدلی, اؤ دوئ د سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

په سیمه کې یو ټیکسي ډرائیور امین جان وائي چې هغه اؤ د هغه په څېر نورو د ټیکسی ډرائيورانو به د اتم مئ نه وړاندې هره ورځ د تورخم اؤ پیښور تر منځه دوه یا درې پیرې کولې خو اوس په دوه یا درې ورځو کښې هم ورته کومه سورلي په لاس ور نه شي .

ډیوه ته هغه وویل اوس ورته د خپل موټر, کوم چې هغه په قرض اخستی, د میاشتې قسطونه ورکول هم ممکنه نه دي.

امین جان اؤ فرمان شینواری البته دواړه هیله من دي چې د پاکستان دحکومت نوي اعلان سره به د هغوئ بنده بیړۍ یو ځل بیا روانه شي اؤ امکان دی چې پخپله د پاکستان دننه د کرونا مرض کښې تر څه حده کمي راتلو سره به تورخم اؤ د نورو پولو د لارې عمومي تګ راتګ هم بیا پیل شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.